جلال اباد (پژواک، ۲۵ کب ۹۴): د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکي چې په تېرو پنځو مياشتو کې يې د ګوزڼ مثبت پېښه نه ده ثبت کړې او د هغو ماشومانو شمېر ۱۲زرو ته راټيټ شوی چې له دغه واکسينه پاتې کېږي.
تېر کال د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو له امله ۶۰ زره ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين له تطبيقه پاتې کېدل او د پوليو اته مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د کب په ۲۵مه د واکسين د کمپاين پيلېدو په مراسمو کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب کامه وال وويل چې اوس يوازې په دريو ولسواليو کې ۱۲ زره ماشومان له واکسينه پاتې کېږي.
اچين، هسکه مېنه او کوټ هغه ولسوالۍ دي چې په ځينو سيمو کې يې د نا امنيو له امله د پوليو واکسين نه په کې ترسره کېږي.
کامه وال زياته کړه: ((د قومي مشرانو او ځايي خلکو په مرسته توانېدلي يو چې په ډېرو هغو سيمو کې واکسين تطبيق کړو چې پخوا ورته لاسرسی ستونزمن و.))
د نوموړي په وينا، په راتلونکو څلورو ورځو کې به د ننګرهار تر اووه سوه زرو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي.
د عامې روغتيا رييس پر وسله والو غږ وکړ چې د ګوزڼ ضد واکسين د تطبيق مخه ونه نيسي؛ ځکه د ده په وينا صخت غېري سياسي مسئله ده.
بلخوا د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني له ديني علماوو او قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې د دغه واکسين په ترسره کېدو کې مرسته وکړي.
ده وويل: ((دا واکسين د اسلام له نظر کوم مشکل نه لري، کورنۍ بايد خپل اولادونو ته واکسين وکړي څو ماشومان يې له ګوزڼ بچ شي.))
د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي نياز ولي خان پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د جګړو له امله په ځينو سيمو کې پوليو واکسين نه دي تطبق شوي.
ده غوښتنه وکړه چې روغتيايي کار کوونکي يې بايد سيمې ته ورشي او ماشومان واکسين کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










