کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٤): په خيبر پښتونخوا ايالت کې د افغانستان کونسل جنرال د پېښور ښار د نارت ويسټ روغتون له مسوولينو سره د افغان ناروغانو پر ستونزو خبرې کړې دي.
د افغانستان له کونسلګرۍ د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د لويې کونسلګرۍ کونسلجنرال ډاکتر عبدالله وحيد پويان پرون د پېښور نارت ويست خصوصي روغتون له مشر پروفيسور طارق سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې وحيد پويان د افغان ناروغانو ستونزې د دغه روغتون له مسوول ته سره شريکې کړې او ويې ويل چې د افغانستان د حکومت د استازي په توګه په دغه روغتون کې د افغان ناروغانو وضعيت اندېښمن کړی دى.
سرچينې زياته کړه چې د نارت ويست روغتون د ترجمانانو له نومه په استفادې يو شمېر کسان له افغان ناروغانو زياتې پيسې اخلي، په تورخم کې يې امبولاسونه څو برابره زياتې پيسې له ناروغان اخلي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې وحيد پويان د دغه روغتون له مسوولينو وغوښتل چې له بېوزلو افغان ناروغانو سره دې مرسته وکړي.
دغه راز د افغانستان کونسل جنرال، په روغتون کې د افغان ناروغانو د ستونزو د هواري لپاره د لويې کونسلګرۍ د يوه استازي د ګومارلو، د پايوازانو لپاره د اوسېدو د ځای د اسانتياوو برابرول او د افغانستان د طب محصلينو ته د زده کړې د زمينو برابرولو غوښتنې هم وکړې.
د نارت وېست روغتون مسوول ډاکتر طارق د افغانستان د کونسلجنرال ډاکتر عبدالله وحيد پويان پورتنۍ غوښتنې ومنلې او ويې ويل چې سر له نن څخه به د امبولانسونو پر ځاى په يوه بس کې په کمه کرايه افغان ناروغان له تورخم څخه تر یاد روغتونه ور لېږدول کېږي.
دغه راز نوموړي په روغتون کې د افغان کونسلګرۍ د استازي د دفتر د پرانيستلو او د افغان ناروغانو د ستونزو له نږدې څخه د څارلو غوښتنې هم ومنلې.
ډاکتر طارق زياته کړه چې دغه راز د روغتون د مرستې له صندوق څخه به له بېوزلو افغان ناروغانو سره مرستې کوي او افغان محصلين به په دغه روغتون کې عملي زده کړې هم وکړي.
ډاکتر وحيد پويان په داسې حال کې له ياد روغتون څخه ليدنه کړې چې ګڼ شمېر افغانانو له دغه روغتون څخه شکايتونه کوي.
د فريداحمد احمدي په نوم يو افغان په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ليکلي: ((په نارت ويسټ کې ټول قصابان ناست دي او له افغان ناروغانو پيسې شوکوي.))
هغه وايي چې دوى پر افغان ناروغانو د روغتون يخه هوا، کاشي کاري، ښکلې ودانۍ او خونې خرڅوي، درملنه يې سمه نه کوي.
د حنا سادات په نوم يوې افغانې ليکلي چې ياد روغتون پر افغانانو چلېږي او بايد افغان ناروغانو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










