کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٤): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزى وايي چې له سريلانکا سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالى لري.
ټاکل شوې ملي لوبډله د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام په دويم پړاو سياليو کې نن خپله لومړۍ لوبه له سريلانکا سره ترسره کړي.
دا لوبه نن (د کب ٢٨مه) د افغانستان پر وخت د ماښام شپږ بجې د هندوستان د کلکتې ښار په نړيوال ايډن ګارډن لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي تر يادې لوبې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې لوبډله يې راتلونکې سيالۍ ته پوره چمتووالى لري.
هغه زياته کړه چې له تېرو څو ورځو راهيسې لوبغاړي له خپلو روزونکو سره يو ځاى ښه تمرينات ترسره کړي او هيله يې څرګنده کړه چې لوبغاړي به يې د سريلانکا پر وړاندې ښه لوبه ترسره کړي.
د ستانکزي په وينا، په لومړي پړاو سياليو کې د درېيو پرله پسې لوبو په ګټلو سره د لوبغاړو مورال لوړ دى او د سريلانکا لوبغاړي به هم ښايي تر فشار لاندې وي.
نوموړي زياته کړه: ((زموږ ارادې لوړې دي، هڅه کوو چې مخکې پړاوونو ته لاره هواره کړو.))
اصغر ستانکزي وويل چې په ګروپ کې يې د نړۍ د کرکټ پياوړې لوبډلې ځاى لري خو زياته يې کړه چې دوى له هرې لوبډلې سره د مقابلې لپاره ځانګړى پلان لري.
د هغه په وينا، په افغانستان کې کرکټ په چټکۍ د پرمختګ په حال کې دی او ډاډ يې ورکړ چې په راتلونکي کې به د افغانستان کرکټ نور هم پياوړی شي.
د کرکټ د لوبې شنونکى رحيم ګل څاروان وايي چې د سريلانکا له لوبډلې څو تنه پياوړي لوبغاړي متقاعد شوي او لوبډله يې لږه کمزورې شوې ده.
خو هغه دا هم وويل چې په سريلانکا کې اوس هم ځيني پياوړي لوبغاړي شته چې د خپلې لوبډلې په بريا کې مهم رول لوبولى شي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل که د افغانستان لوبغاړي لکه څرنګه چې په لومړي پړاو سياليو کې يې لوبې وکړي، همدا ډول مسلکي لوبو ته ادامه ورکړي، نو د لوبې د ګټلو چانس هم لري.
افغانستان به په دويم پړاو سياليو کې له سريلانکا پرته له انګلستان، ويسټ انډيز او سوېلي افريقا سره هم لوبې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










