کندهار (پژواک، ٢٨ کب ٩٤) : د کندهار د عامې روغتيا رييس وايي، د دقيقې سرشمېرنې د نشتوالي له امله د دغه ولايت نيمايي وګړي له روغتيايي اسانتياوو بې برخې دي.
ډاکتر عبدالقيوم پخلا غوښتنه کوي چې دقيقه سر شمېرنه دې وشي او د نفوس په تناسب دې د خلکو لپاره په بېلابېلو برخو کې پلانونه جوړ او خدمات وړاندې شي.
پخلا له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د کندهار لپاره يوازې د روغتيا په برخه کې نه، بلکې په نورو برخو کې هم د مرکزي ادارې تخصيص د ١٢ سوه زره وګړو لپاره دى او په دې توګه نيمايي وګړي له روغتيايي او نورو خدماتو محروم شوي دي.
د ځېنو ادارو د اټکل له مخې د کندهار نفوس تر ٢ ميليونه تنو اوړي، په همدې بنسټ اوسني پلانونه او خدمات د هغوى ټولې اړتياوې نه شي پوره کولاى.
نوموړي له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې د دې ولايت لپاره دې په روغتيا او نورو برخو کې تخصيص زيات کړي، څو د خلکو اړتياوو او ستونزو ته رسيدګي وشي.
د عامې روغتيا رييس د دې ادارې د تشکيل په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې په ټولو ١٧ بېلابېلو څانګو کې ټولټال ١٠٩ تنه تشکيل لري چې ٨١ يې ډک او ٢٨ يې تش پاتې دي.
ده زياته کړه: ((ميرويس روغتون چې د حوزې په کچه فعاليت لري، د ډاکټرانو او روغتياپالانو تشکيل يې ٣٧٦ تنه دى چې ١٩ بستونه يې تش دي، دغه راز د روغتيايي علومو انسټيټوټ چې د عالي نرسنګ، قابلګي، فارميسي او لابراتوار څانګې لري، تشکيل يې ٤٨ تنه دى خو ١١ بستونه يې تش پاتې دي.))
نوموړى وايي، په ټوليزه توګه د عامې روغتيا رياست اړوند تشکيل ٨٩ سلنه پوره دى او ١١ سلنه يې کم دى، چې هغوى يې د پوره کولو هڅې کوي.
پخلا وويل په کندهار کې دا مهال ٩٥ روغتيايي مرکزونه فعال دي چې ٨١ يې دولتي او ١٤ يې شخصي دي چې شخصي هغه يې تر ډېره په کندهار ښار کې فعاليت لري.
د ده په وينا، د دولتي روغتيايي مرکزونو له ډلې ٥٠ يې په ولسواليو کې فعاليت لري، خو نه يوازې دغه مرکزونه د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولاى، بلکې دوې داسې ولسوالۍ هم شته چې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله په کې هيڅ روغتيايي خدمات نشته.
هغه يادونه وکړه چې په روان کال کې په کندهار کې ٢ ميليونه ١٤ زره او ٥٩ تنو ناروغانو روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کړې، ٥١ زره ١٢٨ تنه ناروغان بستري شوي او دغه راز د ١٩ زره ٦٢٣ ناروغانو عمليات شوي چې د ورځې په حساب ٥٣ عمليات کېږي او دا ډېره لوړه شمېره ده.
دغه راز نوموړي وويل چې په دې ولايت کې روغتيايي مرکزونو ته د ټرافيکي پېښو ٢١٦٥ ټپيان وروړل شوي چې ١٠٦ يې مړه شوي، د ماين له چاودنو ١٠٥٨ او په مرميو وېشتل شوي ٩٦٥ تنه وروړل شوي چې پر وخت يې درملنه شوې ده.
هغه زياته کړه، سږ کال د ولايت په کچه ٣٣ زره ٨١٠ مېرمنې د ولادت لپاره روغتونونو ته تللې چې د تېر کال په پرتله يې شمېر ډېر شوى، تېر کال دغه شمېره ٢٧ زره وه.
نوموړي په دې اړه خوښي وښودله او ويې ويل مخکې د هېواد په کچه د لنګون پر مهال د هرو ١٠٠ زرو مېرمنو له ډلې ١٦٠٠ مېندو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس دغه شمېره ٣٢٧ ته راټيټه شوې چې بيا هم ډېره ده او د مخنيوي لپاره يې پراخو هڅو ته اړتيا ده.
هغه په کندهار کې د ساري ناروغيو د کنټرول په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل په روان کال کې د نري رنځ ٧٥٣ او د ملاريا ١٥٣ پېښې ثبت شوې چې د هغوى د پر له پسې کار په پايله کې تر پخوا نيمايي راکمې شوې دي.
نوموړي دا هم وويل چې په روان کال کې يې د ولايت په کچه ١٧ ځله د پوليو د واکسين کمپاين کړى او په دې کال کې يې مثبته پېښه نه لرله.
هغه د ميرويس حوزوي روغتون په چوکاټ کې د فزيکي بيارغونې د مرکز يادونه هم وکړه چې په دې کال کې يې ٣١٦ معلولينو ته مصنوعي غړي جوړ کړي دي.
پخلا د دې تر څنګ د ځينو هغو پېښو يادونه هم وکړه چې د هغه په ګډون د عامې روغتيا رياست کارکوونکي او ډاکټران ورسره مخ شوي دي.
ده وويل: ((په روان کال کې يې يو ډاکټر، يوه واکسيناتوره او يو د واکسيناسيون رضاکار وژل شوي او د هغه په ګډون يوه واکسيناتوره، ٥ تنه د واکسيناسيون رضاراکان ټپيان شوي دي.))
د عامې روغتيا رييس له دې ور ها خوا د روغتيا په برخو کې د ځينو پروژو يادونه هم وکړه چې د ځينو کارونه شوي او د ځينو بيا د بوديجې د نشتوالي له امله ځنډېدلي دي.
نوموړي په دې برخه کې په کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون د جوړولو يادونه وکړه چې په ١٣٧ جريبه ځمکه کې د ٩،٢ ميليونه ډالرو په لګښت جوړېږي چې تر دې مهاله يې کال ٤٠ سلنه بشپړ شوى او پاتې يې د بوديجې د نشتوالي له امله ځنډېدلى دى.
نوموړي وويل دغه روغتون به د حوزې په کچه پرمختللي عصري خدمات وړاندې کوي او د هغو ناروغيو درملنه به په کې کېږي چې خلک يې له امله پاکستان يا هندوستان ته ځي.
ده له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې د بوديجې ستونزه حل کړي، ځو د دغه روغتون درېدلى کار بيرته پيل شي.
نوموړي په دې کال کې په ميرويس روغتون کې د کوچنيانو د وارډ د جوړولو يادونه هم وکړه چې د سره صليب د نړيوالې کمېټې په ٧٨٠ زره امريکايي ډالره مرسته جوړ شو او ٢٠٠ بستره لري.
پخلا د عامې روغتيا رياست له ستونزو هم يادونه وکړه او ويې ويل چې د هغوى عادي او پرمختيايي بوديجه هم کمه ده او هم ځنډېږي، دغه راز نه يوازې روغتيايي مرکزونه کم دي، بلکې د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره هم مخ دي.
نوموړي يادونه وکړه چې ١٣ روغتيايي مرکزونه چې اوسمهال په کرايي ودانيو کې فعاليت کوي، ودانيو ته اړتيا لري، دغه راز د معتادينو د درملنې لپاره هم امکانات کم دي، په داسې حال کې چې شمېر يې ورځ تر بلې ډېرېږي.
هغه د عدلي طب په برخه کې هم د مسلکي پرسونل او وسايلو د نشتوالي خبر وکړ او ويې ويل دا چې په کندهار کې پېښې ډېرې دي او ډېرې دغه پېښې د عدلي طب څېړنو ته اړتيا لري، خو دوى په دې برخه کې هيڅ راز اسانتياوې نه لري.
نوموړي له مرکزي ادارې وغوښتل چې په کندهار کې په روغتيايي برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










