منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۴ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سریلانکا د کرکټ به نړیوال جام کې له افغانستان څخه لوبه وګټله

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۹۴) : سریلانکا د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې له افغانستان څخه لوبه وګټله.

دا لوبه نن د هندوستان د کلکتې ښار د ایډن ګارډن به لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي پچه وګټله او لومړی  د توپوهنې پریکړه وکړه. د افغانستان توپوهونکو په احتیاط سره لوبه پیل کړه، شهزاد په ۸ منډو وسوځېد، چې ورسره دافغانستان لوبډله تر فشار لاندې راغله او په وقفې سره یې لوبغاړي وسوځیدل.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر اصغر ستانکزي په زړه پورې لوبه وکړه او پنځوسیزه یې ووهله، سمیع الله شینواري هم ښه لوبه وکړه او په وروستي اوور کې نجیب الله ځدران ښکلې شپږیزه او څلوریزه ووهله . افغانستان په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۵۳ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې یاد هدف په ۱۹ اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د افغانستان له لوري راشد خان او محمد نبي یو یو لوبغاړی وسوځول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې