منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۲ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان توپ وهونکو انګلينډ لوبډلې ته ۱۴۳منډې هدف ورکړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۴ وری ۹۵): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو لوبو په نړيوالو  کپ سياليو کې د انګلستان لوبغاړي ژر له مخې لرې کړل او په شلو اورنو کې يې ۱۴۲ منډې وکړي.

د لوبې پچه انګلستان وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، لومړنۍ ويکټې يې ژر ژر وسوځېدې خو وروسته معيين علي او ډيويډ وېيلي د شپېتو منډو ملګرتيا وکړه او په شلو اورونو کې يې ۱۴۳ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان توپ اچوونکو ښه توپ اچونه وکړه، محمدنبي  او  راشد ارمان دوه دوه، حمزه هوتک  او  سميع الله شينواري يو يو لوبغاړي وسوځول.

ملي لوبډلې د تېرو لوبو په پرتله پر ښې توپ اچونې سربېره ښه فيلډينګ هم وکړ.

اوس افغان لوبډلې توپ وهنه پيل کړې او په شلو اورونو کې به د انګلستان له لوري ټاکل شوی د ۱۴۳ منډو هدف د پوره کولو لپاره هڅه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې