منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سیدخېل: کونړ ته د داعش وسله والو ۸۵ کورنۍ راغلې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

اسعداباد(پژواک، ۶ورى۹۵): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې دغه ولايت ته د ننګرهار له اچين ولسوالۍ څخه د داعش وسله والو ٨٥کورنۍ راغلې دي .

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل د وري په ٦مه پژواک اژانس ته وويل چې د داعش وسله والو يادې کورنۍ د سرکاڼو ولسوالۍ د شونګړۍ سيمې ته راغلې دي.

 ده زياته کړه چې د شونګړۍ سيمه د ډيورنډ له کرښې سره پرته ده او دداعش وسله وال په ازاده توګه هغې خوا ته تګ راتګ کوي .

ده وويل چې دداعش د وسله والو دا شمېر کورنۍ وروسته هغه کونړ ته راغلې چې کله امنيتي ځواکونو د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې ددغې ډلې پرضد عمليات پيل کړل .

سيدخېل وايي :" داسې راپورونه موجود دي او قوي احتمال هم لري چې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر حافظ سعید به له يادو کورنيو سره د کونړ په دې لرې پرته سيمه کې وي . "

 ده وويل، امکان دې ولري چې داعش ډلې د وسله والو د جذب په موخه کونړ ته مخه کړې وي ، خو د کونړ ولسونه ددې کار اجازه ورنه کړي .

د نوموړي په وينا، شپږمياشتې مخکې هم داعش ډلې په کونړ کې ددا ډول فعاليت د پيل هڅه کړې وه خو خلکو اجازه ورنه کړه .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه