منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ ملي لوبډلې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک ٨ ورى ٩٥): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په هند کې د نړيوال شل اوريز جام لس غوره لوبډلو په پړاو کې خپله وروستۍ سيالي له ويست انډيز پياوړې لوبډلې څخه وګټله.

د دې لوبې لومړى بېټينګ د افغانستان لوبډلې وکړ، چې مقابل لوري ته يې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو د ١٢٤ منډو هدف ورکړ.

خو ويسټ انډيز ياد هدف پوره نه شو کړى او د شلو اورونو په پاى ته رسېدو يې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو يواځې ١١٧منډې جوړې کړې، چې په دې سره افغانستان دا لوبه د ٦ منډو په توپير وګټله.

نجيب ځدراڼ د نننۍ سيالۍ غوره لوبغاړى شو.

افغانستان لوبډلې په خپل ګروپ کې تردې وړاندې خپلې درې لوبې، چې له سريلانکا، جنوبي افريقا او انګلستان سره يې کړې وې، بايللې وې. که څه هم ملي لوبډلې دغه درې سيالۍ ونه ګټلې، خو د ښې لوبې له امله يې د کرکټ په نړۍ کې د خلکو زړونه وګټل.

خو له ويسټ انډيز څخه د نننۍ لوبې ګټل تاريخي بريا ګڼل کېږي، ځکه دې هېواد دوه ځلې د پنځوس اووريزو نړيوال جام او يو ځل د شل اوريزو نړيوال جام ګټلى دى.

له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش دغه بريا د ټول ولس لپاره يوه وياړمنه لاسته راوړنه بللې او د کرکټ په نړۍ کې بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبډلې زړوره لوبه يې د راتلونکې په لور زړور ګامونه وګڼل.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پردې بريا خوښي ښودلې ده.

د ده له دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د کرزي له قوله راغلي: په ډېرې خوشحالۍ سره خبر شوم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، د کرکټ په شل اووريز نړيوال جام سياليو  کې چې د هندوستان په هېواد کې روانې دي، د ويست انديز پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ده ويلي، د دغې سترې بريا له کبله د افغانستان ټولو خلکو ته او په ځانګړې توګه د کرکټ بورډ غړو او د کرکټ ملي ټيم اتلانو ته، چې يو ځل بيا يې د افغانانو وړتيا او استعداد نړيوالو ته په ډاګه کړ، د زړه له کومې مبارکي وايم او د لوی خدای له درباره دوی ته د لا زياتو برياوو استدعا کوم.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې