منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هرات کې د نري رنځ ناروغانو شمېره ٢٠ سلنه زياته شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

هرات(پژواک، ٩ ورى ٩٥): دهرات روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې په نري رنځ اخته کسان په ١٣٩٤ کال کې د تېر ١٣٩٣ کال په پرتله ٢٠ سلنه کم شوي، خو ډېرى يې بېرته روغ شوي دي.

د هرات د عامې روغتيا رياست ادارې له نري رنځ سره د مبارزې د ښاري چارو مشر ډاکټر نذيراحمد رحماني دا موضوع، نن  د نري رنځ ناروغۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته بيان کړه.

د هغه په خبره، په افغانستان کې په ١٣٩٤ کال کې شاوخوا ٣٧ زره کسان په توبرکلوز(نري رنځ) اخته دي چې درې زره يې په هرات کې وو.

ډاکټر رحماني زياته کړه، په هرات کې پر دې ناروغۍ اخته کسان يې د تشخيص او درملنې په ځانګړو مرکزونو کې ثبت کړي او درملنه يې شوې ده.

رحماني زياته کړه چې د نري رنځ د درملنې او تشخيص مرکزونو ته د هراتيانو د زيات لاسرسي په سبب پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېره د ١٣٩٣ کال په پرتله چې ٢٤٠٠ کسه کېدل، ٢٠ سلنه کمه شوې ده.

سرچينې زياته کړه چې له دې سربېره هم ٩٨ سلنه ناروغان د روغتيايي خدمتونو له تر لاسه کولو وروسته بېرته روغ شوي دي.

نوموړي دا ناروغي خطرناکه، خو د درملنې وړ وبلله او زياته يې کړه:" اوسمهال په هرات کې د نري رنځ د درملنې او تشخيص ٤٤ مرکزونه فعال دي او خلکو ته وړيا خدمتونه وړاندې کوي، هر کس چې په دې ناروغۍ اخته وي، دې مرکز ته دې مراجعه وکړي.))

د ياد روغتيايي چارواکي په خبره، له بلغم سره يو ځاى پرله پسې ١٤ ورځنى  ټوخى، تبه او شپنۍ خولې، د وزن کمښت، بې اشتهايي او د سينې برخه کې درد درلودل، ددې ناروغۍ نښې دي او کله چې کوم شخص په ځان کې حس کړي بايد د تشخيص او درملنې لپاره يې روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي.

د هرات ولايتي شورا غړي مهدي حديد، چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و،وويل چې له نري رنځ سره د مبارزې لپاره بايد خلک همکاري وکړي او د بل د خبرولو له لارې له دې خطرناکې ناروغۍ څخه يې خبر کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا