کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې دوه ١٠٠ او ٢٠ بستريز روغتونونه چې د امريکا په مرسته جوړ شوي، نن په رسمي ډول د ګټې اخيستو په موخه د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شول.
د عامې روغتيا وزير نن په هغو مراسمو کې چې په دې اړه کابل کې تر سره شول، د يادو دوه روغتونونو سندونه د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) له مشر څخه ترلاسه کړل.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز خبريالانو ته وويل چې دا دوه روغتونونه د خلکو د غوښتنې او د عامې روغتيا وزارت په هڅو د تېرو اوو کلونو په ترڅ رغول شوي دي.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د دغو دوو روغتونونو رغول خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې يو ستر ګام دى، وويل: "دغه روغتونونه به د پکتيا او پکتيکا او ګاونډ ولايتونو خلکو ته هغه روغتيايي خدمتونه چې په کابل کې وړاندې کېږي، چمتو کړي."
وزير زياته کړه، چې د دغو دوه سترو روغتيايي مرکزونو د رغولو چارې د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) او د امريکا په مالي مرسته درې مياشتې وړاندې پاى ته رسېدلې او اوسمهال يې اسناد په رسمي ډول د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شول.
د ډاکټر فيروز په وينا، د ګردېز پر سل بستريز روغتون ١٥ ميليون ډالره او پر بل شل بستريز روغتون چې د پکتيکا ولايت په خيرکوټ و لسوالۍ کې رغول شوى؛ ٤ ميليون ډالره لګښت راغلى دى.
د هېواد د روغتيا وزير څرګنده کړه، چې له دې وړاندې په يادو دوو سيمو کې روغتيايي خدمتونه په کرايي ودانيو کې وړانې کېدل چې خلکو ته د روغتيايي خدمت وړاندې کولو پوره ظرفيت يې نه درلود.
افغانستان کې د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې دفتر مشر هربرت اسميت (Herbert Smith) وويل: "دغه روغتونونه به ټولو خلکو ته د ماشومانو د واکسين، د ميندو او نوو ماشومانو د ساتنې او جراحۍ روغتيايي خدمتونه وړاندې شي."
نوموړي د کډوالۍ له نړيوال سازمان څخه د دغو دوو پروژو د تر سره کولو په برخه کې د مننې سربېره وويل چې ياد دوه روغتونونه له نړيوالو روغتيايي او ودانيزو معيارونو سره سم جوړ شوي او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به د يادو روغتونو کارکوونکو ته مناسبه فضا رامنځته شي.
سمېت زياته کړه، چې دغه روغتونونه د ناروغانو د عمومي معايناتو، بېړنۍ خونه او د عملياتو خونه او د ښځو او نارينه ناروغانو لپاره جلا خونې، اداري او روزنيز دفترونه، د غونډو او کنفرانسونو خونې لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










