منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې په اتڼونو د کرکټ ملي لوبډلې هرکلى وشو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ٢٠١٦ کال د شل اووريزو لوبو نړيوال جام له سياليو هېواد ته راستنه شوه او ګڼ شمېر خلکو يې په ډولونو او اتڼونو هرکلى وکړ.

يادې سيالۍ د افغانستان په ګډون د نړۍ د لسو غوره لوبډلو تر منځ د کب په ٢٥مه په هند کې پيل شوې او افغانستان د (ب) په ګروپ کې له سريلانکا، سوېلي افريقا، انګلستان او ويسټ انډيز سره لوبې وکړې.

د افغانستان ملي لوبډلې د نورو ډلو پر وړاندې په لږ توپير سيالۍ وبايللې، خو پياوړې لوبډلې (ويسټ انډيز)  ته يې د شپږو منډو په توپير ماته ورکړه.

د افغانستان ملي لوبډله نن له غرمې وروسته په داسې حال کې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده، چې د دولتي چارواکو په ګډون  شاخوا يو نيم زر کسان ورته په تمه وو.

دا مهال (له غرمې وروسته څه باندې درې بجې) هيوادوال په ډولونو او اتڼونو خپله  لوبډله له هوايي ډګر څخه د کرکټ بورډ تر دفتره بدرګه کوي.

د لوبډلې مشر اصغر ستانکزي په هوايي ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په يادو لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نويو ځوانانو په ډېر لوړ معيار لوبه وکړه.

هغه وويل، باور لري چې بل ځل به افغان ملي لوبډله د نړيوالو سياليو اتلولي خپلوي؛ ځکه چې افغان لوبغاړي ښه وړتيا لري او ډېرې تجربې يې تر لاسه کړې دي.

د ملي لوبډلې پياوړي غړي شهزاد محمدي د کرکټ بورد په دفتر کې خبريالانو سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د برياوو او خوښيو پر مهال هوايي ډزې ونه کړي او پر ځاى يې د شکرانې پر ځاى کولو لپاره  نفل لمونځونه وکړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار او يو شمېر نور چارواکي هم د خپلې لوبډلې هرکلي ته ورغلي وو.

مسلميار وويل چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په يادو نړيوالو سياليو کې ښه وځلېدل.

هغه وايي، د افغان لوبغاړو وړتياوو ته په پام تمه لري چې بل ځل د نړيوالو سياليو اتلولي خپله کړي.

د انجنير احمدفريد په نوم يو تن چې هوايي ډګر ته د يادې لوبډلې هرکلي ته ورغلى و، وويل:" زه په خپله ملي لوبډله وياړم، ويسټ انډيز ته ماته ورکول د دې مانا لري چې زموږ لوبډلې اتلولي ګټلې وي، ځکه چې ويسټ انډيز څلور ځلې د نړيوالو لوبو اتلولي ګټلې او اوس هم مخکښه ډله ده."

ټاکل شوې چې د مارچ په ٣١مه د يادو شل اووريزو سياليو په نيمه پايلوبه کې ويسټ انډيز له هندوستان او انګلستان له نيو زلينډ سره لوبه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې