مزارشريف (پژواک، ۱۱ وری ۹۵): د بلخ د فولرزم ورزشکاران وايي چې په دغه ولايت کې د ورزش اسانتيا برابره ده؛ خو د دولت له خوا نه تشويق د خپل ورزش په برخه کې جدي ستونزه ګڼي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد سخي مرادي چې نننۍ غونډه يې په وياړ جوړه شوې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولت بايد د نورو ورزشونو تر څنګ فولرزم ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړی د فولرزم د ملي لوبډلې لوبغاړی دی، چې په ۲۰۱۱ کې د فولرزم د اسيايي اتلوليو اتل پاتې شوی دی.
سخي وويل چې فولرزم يوازېنی ورزش دی چې په خپله افغانانو رامنځته کړی خو دولت ورته په سمه توګه پاملرنه کوي.
نوموړي زياته کړه، سربېره پر دې چې هېواد ته يې اتلولي ګټلې خو لا هم د دې وس نه لري چې په نړيوالو لوبو کې په اسانه برخه واخلي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۱۱مه د فولرزم لوبغاړو د ستاينې او نمانځنې په وياړ غونډه جوړه شوې وه چې د ورزشکارانو تر څنګ په کې د بلخ دولتي چارواکو او عامو خلکو هم برخه اخيستې وه.
فولرزم د ((Fight)) ورزش افغاني بڼه ده، له تېرو لسو کلونو په افغانستان کې د ځانګړي فدراسيون په چوکاټ کې په المپيک رياست کې ځای لري.
د بلخ یو اوسېدونکي شفيق فيضي چې د اسيا په کچه د (فري فايټ) برخې اتل پاتې شوی، د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ او په ځانګړې توګه مزارشريف ښار کې د نسبي امنيت له امله د ورزش اسانتيا برابره ده.
خو نوموړي زياته کړه چې دولت د نورو ورزشونو په پرتله فولرزم ته دومره پاملرنه نه کوي.
د هغه په وينا، فولرزم چې د (فايټ) ورزش افغاني بڼه ده، د اسيا په کچه ښه شهرت لري؛ خو ورزشکارانو ته يې دولت پاملرنه نه کوي.
فيضي وويل چې د دوی له ټولو جدي ستونزه نه سپانسر کېدل دي چې له امله يې په نړيوالو لوبو کې له برخې اخيستو پاتې کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې يې د فولرزم په اسيايي لوبو کې برخه واخيسته، چې ښې لاس ته راوړنې يې لرلې؛ خو سربېره پر دې، په داسې توګه نه يم تشويق شوی، چې بيا په نړيوالو اتلوليو کې برخه واخلم.))
د بلخ ولايت د فولرزم فدراسيون مسوول سيد حسن علمداري پژواک ته وويل چې د ورزش بېلابېل فدراسيونونه د ځانګړو سپورتي انجيوګانو په توګه کار کوي چې ټول لګښت يې په دولت نه وي.
نوموړي زياته کړه چې فولرزم سپورټ په بلخ ولايت کې له تېرو څو کلونو د ودې په حال کې دی.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د ياد ورزش ۲۰۰۰ لوبغاړي له دوي سره ثبت دي.
علمداري وويل چې له بلخ ولايت څخه د ياد ورزش لوبغاړي په ملي لوبډله کې ګډون لري او په زيات شمېر اسيايي او نړيوالو اتلوليو کې يې برخه اخيستې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










