لښکرګاه (پژواک، ۱۴ وری ۹۵): د هلمند روغتيايي چارواکي وايي چې د واکسین تر اووه ځلې تطبیق وروسته هم په نوزاد ولسوالۍ کې د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د دغه ولایت د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبدالاحد حازم د وري په ۱۴مه په لښکرګاه کې خبریالانو ته وویل چې دغه پېښه د نوزاد ولسوالۍ په (برنګ کارېز) سیمه کې ثبت شوې ده.
هغه وويل: ((دې ماشوم ته اووه ځلي د ګوزڼ واکسين ورکول شوى خو بيا هم پر دې ناورغې اخته شوى دى.))
د حازم په وينا سره له دې چې ددې ماشوم عمر له پنځو کلونو لوړ دى خو په وجود کې يې د مکروب د پاتې کېدو د معلومولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د هغه په اند، کېداى شي دغه پېښه د ماشوم د کمزوري دفاعي سيستم له امله رامنځته شوې وي.
حازم وویل چې د هلمند په ټولو ولسوالیو کې د واکسین د کمپاین لړۍ دوام لري، يواځې په هغو سیمو کې چې جګړې وي، د لنډې مودې لپاره کمپاینونه بند وي خو تر جګړې وروسته بېرته پيلېږي.
د کتلوي معافیت دغه مسوول د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د پوليو په کمپاين کې هېڅ ډول فساد ځکه نشته چې دغه پروسه د حکومت، طالبانو او د روغتيايي کارکوونکو له خوا څارل کېږي.))
خو هغه وايي چې نا امنيو د واکسين د کمپاين پروسه يو څه زيانمنه کړې ده.
د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکي سردارمحمد پژواک ته وويل چې په سیمه کې يې واکسین ترسره کېږي خو دا چې ټولو سیمو ته رسېږي او کنه په اړه يې معلومات نه لري.
ده وويل چې په نوزاد ولسوالۍ کې وسله وال طالبان د واکسين کسانو ته ستونزه نه جوړوي.
د هلمند د نوزاد ولسوالۍ واګې دا مهال له وسله والو طالبانو سره دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










