فراه (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د فراه څلوېښت سلنه وګړي اساسي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري او اړ دي چې په ځينو سيمو کې يوه شپه او ورځ روغتيايي کلينيک ته د رسېدو لپاره مزل وکړي.
همداراز د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې په ځينو ولسواليو کې د مسلکي روغتيايي پرسونل په ځانګړې توګه د ښځو ډاکترانو کمښت، د بې کيفيته او تاريخ تېر درملو شتون، په ځينو سيمو کې د واکسين نه تطبيق او د ځينو شخصي کلينيکونو غير معياريتوب هغه عمده ننګونې دي چې د فراه روغتيا برخه ورسره لاس اوګرېوان ده.
بنسټيز روغتيايي خدمتونه (BPHF) د بنسټيزو خدمتونو ټولګه ده چې وقايوي او معالجوي لکه د مور او نوي زېږدلي ماشوم روغتيا، د ماشوم روغتيا او معافيت، عمومي تغذيه، د ساري ناروغيو درملنه او کنټرول، رواني روغتيا او د معيوبيت په برخه کې د خدمتونو وړاندې کول دي چې د لومړنيو روغتيايي مرکزونو له لارې ترسره کېږي.
د فراه د ګلستان ولسوالۍ د "توت" سيمې اوسېدونکي اميرجان اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
نوموړي وويل چې د دې ولسوالۍ په "قلعۀ کهنه" سيمه کې يوازې يو کلينيک شتون لري او په دې کلينيک کې هم مسلکي ډاکتران شتون نه لري.
اميرجان وويل چې د دې ولسوالۍ زيات اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله، کندهار او هرات ولايتونو او د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ فراه رود کلينيک ته ځي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له ګلستان څخه تر فراه رود پورې ١٥٠ کيلومتره واټن دى او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي خپل ناروغان د موټرسايکل او يا موټر په ذريعه د فراه رود کلينيک ته لېږدوي.
هغه وويل: "څو ورځې وړاندې د اوکلا کلي يوه مېرمن چې د ولادت لپاره فراه رود کلينيک ته لېږدول کېده، د لارې په اوږده کې مړه شوه او تر دې وړاندې هم داسې پېښې رامنځ ته شوې دي."
اميرجان اغا ادعا وکړه چې په تېرو څو کلنو کې د ګلستان د "توت" او "مغل اباد" له کليو پرته، د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې واکسين نه دى تطبيق شوى.
روغتيايي ستونزې يوازې د فراه تر دې ولسوالۍ پورې نه محدودېږي.
د بالابلوک ولسوالۍ د شيوان کلي شورا اوسېدونکی محمد عظيم شکايت کوي چې بالابلوک کې درې روغتيايي کلينکونه شتون لري؛ خو اړتياوې نه شي پوره کولى.
د هغه په وينا، يوازې د دې ولسوالى شيوان کلينيک ته هره ورځ ٣٠٠ ناروغان مراجعه کوي؛ خو شاوخوا سلو ناروغانو ته يوه ورځ کې د معاينې او درملنې وار نه رسېږي.
د شيوان کلي د شورا بل غړي حسام الدين وويل: "د شيوان کلينيک کې يوازې څو په نوم ډاکتران شتون لري؛ نرسانې او قابلې د زورواکو کسانو له لوري ګومارل شوې دي چې ډېرى ورځې غير حاضري کوي."
نوموړي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په بالابلوک کې د شخصي درملتونونو شمېر زيات شوى دى، خو زيات شمېر يې له جواز پرته فعاليت کوي، بې کيفيته او تاريخ تېر درمل پلوري او فارمسيست هم نه لري.
د دغه ولايت په بکوا او پشت رود ولسوالۍ کې هم د روغتيايي خدمتونو د څرنګوالي په اړه شکايتونه شتون لري.
د بکوا د "شاګي" کلي اوسېدونکي شاه محمود وويل چې په دې ولسوالۍ کې يوازې يو کلينيک "جوى سفيد" سيمه کې شتون لري چې هغه هم ډاکتران نه لري او چارې يې د څو نرسانو له لوري پر مخ وړل کېږي.
نوموړي زياته کړه: "ډېرى خلک موټر ته لاسرسى نه لري او "د خره او يا اوښ" په واسطه خپل ناروغان کلينيک ته وړي، ځيني بيا څه باندې يوه شپه او ورځ پياده مزل کوي."
نوموړي زياته کړه چې د دې ولسوالۍ د ځينو سيمو خلک د درملنې لپاره نيمروز ولايت ته ځي.
خو د فراه ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې په بکوا کې دوه روغتيايي مرکزونه شتون لري او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې په دې ولسوالۍ کې بل روغتيايي مرکز هم جوړ شي.
د پشترود ولسوال غوث الدين وويل چې په دې ولسوالۍ کې درې کلينيکونه د "مساو، نالي دشت او ولسوالۍ مرکز" سيمو کې فعاليت کوي؛ خو اړتياوې نه شي پوره کولى؛ ځکه اوسمهال هره ورځ لسګونو ناروغانو ته د کتنې او درملنې نوبت نه رسېږي.
هغه زياته کړه چې د دې ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي ١٠ – ٢٠ کيلومتره د موټر او يا موټرسايکل په وسيله مزل کوي څو روغتيايي مرکزونو ته ځانونه ورسوي.
نوموړي هم په درملتونونو کې د بې کيفيته درملو او مسلکي ډاکترانو کمښت په اړه شکايت وکړ او ويې ويل چې د اړتياوو پوره کولو لپاره بايد په دې ولسوالۍ کې پنځه کلينيکونه جوړ شي.
د دغه ولايت خاکسفيد ولسوالۍ هم روغتيايي برخه کې ستونزې لري.
د خاکسفېد ولسوال عبدالخالق نورزي وويل چې په دې ولسوالۍ کې درې روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي؛ خو په یوه مرکز کې ډاکټران شتون لري او په دوو نورو مرکزونو کې نرسان کار کوي چې کار يې دومره اغېزمن نه دى.
نوموړي وويل چې د دې ولسوالۍ "جيجه" سيمه څو کلي لري له روغتيايي مرکز څخه ٧٢ کيلومتره لرې پرته ده او د دې سيمې اوسېدونکي اړ دي چې روغتيايي مرکز ته د ناروغ لېږدولو لپاره د لارې خرابوالي له امله ٥ – ١٠ زرو افغانيو لګښت پر غاړه واخلي.
په ورته وخت کې د فراه د مدني بسنټونو ټولنې مرستيال فريد احمد هيبت هم وويل چې د فراه ولايت زياتو ولسواليو اوسېدونکي روغتيايي اساسي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
نوموړي وويل چې له اناردرې ولسوالۍ پرته چې يوه ښځه ډاکتره په کې فعاليت کوي، بله هېڅ ولسوالۍ کې ښځه ډاکټره شتون نه لري.
هغه زياته کړه چې د فراه اناردره، پشتکوه، شيبکوه، جوين او پرچمن ولسواليو کې روغتيايي خدمتونه تر يو بريده ښه دي؛ خو په دې ولسواليو کې هم د روغتيايي کلينيکونو او مسلکي ډاکترانو کمښت، د بې کيفيته درملو او له جواز پرته درملتونونو د موجوديت له امله ستونزې شتون لري.
هيبت د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې واکسين په سمه توګه نه تطبيقېږي.
نوموړي زياته کړه چې د واکسين په تطبيقولو کې طالبان مخالفت نه کوي، خو مسوولين ټنبلي کوي.
هغه زياته کړه: "چې د واکسين مسوولين هېڅ راز نوښت نه لري، د هر کال په تېرېدو سره د پوليو" ماشومانو فلج" پېښې زياتېږي؛ څلور کاله وړاندې په فراه کې د پوليو پېښې صفر شوې وې؛ خو اوس په فراه کې د دې ناروغۍ څلور پېښې ثبت شوې دي."
هغه وويل چې په ولسواليو کې شخصي روغتيايي مرکزونه نشته، خو څو مياشتې وړاندې شخصي کلينيکونه چې د فراه په مرکز کې فعاليت لري، د يو پلاوي له خوا وڅېړل شول چې ټول يې غير معياري ثابت شول او بايد تړل شوي وى.
خو د چا له نوم اخيستلو پرته وويل چې د ملي شورا د ځينو استازو او زورواکو د فشار په سبب دا کار نه دى عملي شوى او يواځې نغدي جريمه ترې اخيستل شوې ده.
د فراه ښار يوه اوسېدونکي عمادالدين وويل: ((څه وخت وړاندې مې پوستکي يو ډول حساسيت پيدا کړ، کله چې ډاکټر ته ورغلم له درملو ډکه کڅوړه يې را کړه، يوه نيمه مياشت مې استعمال کړه، هېڅ نتيجه يې ورنه کړه، اړ شوم چې هرات ته ولاړ شم، هراتي ډاکټر يواځې يو پماد (مرهم) او يو پاکټ تابليت راکړل، له دريو ورځو وروسته حساسيت ورک شو.))
د فراه د عامې روغتيا رياست يوه کارکوونکي د نوم له ښودلو پرته وويل، په فراه کې د درملتونونو واردوونکو د درملو له واردوونکو سره جوړجاړى لري، بې کيفيته درمل واردوي او پر خلکو يې پلوري. نوموړي همدارنګه وويل چې په فراه کې درملتونونه له پنځوسو تر شپېته سلنې پورې ګټه کوي.
هغه ادعا وکړه چې د عامې روغتيا رياست له دې موضوع خبر دى، خو څه اقدام يې نه دى کړى.
د عامې روغتيا رياست د ځينو ستونزو پخلى وکړ.
د فراه د عامې روغتيا مشر ډاکتر عبدالجبار شايق د روغتيايي مرکزونو کمښت او په دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د نشتوالي پخلى وکړ او ويې ويل: ((د روغتيايي معيارونو پر بنسټ، موږ هغه مهال کولى شو ووايو چې د يوې سيمې خلک بنسټيزو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري چې له يو ساعت پلي مزل وروسته يوه روغتيايي مرکز ته ورسېږي.))
هغه وړاندې وويل: ((زموږ د اټکل له مخې، اوسمهال په فراه ولايت کې يواځې شل سلنه خلک بنسټيزو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري او ٤٠ سلنه نور لا هم محروم دي.))
شايق وويل چې د تېرو کلونو په ترڅ کې د دوى له خوا د دغه ولايت لرې پرتو سيمو ته د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په موخه ډېرې هڅې شوې، خو د بوديجې د نشتوالي په سبب دې موخو ته نه دي رسېدلي.
د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال يو روغتون او ١١ نور روغتيايي مرکزونه (جامع پرمختللى، جامع، اساسي او فرعي) په مرکز، يو روغتون او دوه روغتيايي فرعي مرکزونه په پشتکوه، دوه روغتيايي مرکزونه په بکواه، درې روغتيايي مرکزونه په بالابلوک، درې روغتيايي مرکزونه په پشتردو، درې مرکزونه په خاکسفيد، دوه مرکزونه په انادره، څلور مرکزونه په جوين، درې مرکزونه په شيبکوه، شپږ مرکزونه په پرچمن او يو مرکز په ګلستان کې فعاليت لري.
هغه د ماشومانو د پوليو واکسين د نه پلي کېدو په اړه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې يواځې د ګلستان ولسوالۍ په ځينو سيمو کې دا ستونزه شته ده.
نوموړي زياته کړه چې د فراه په ټولو روغتيايي کلينيکونو کې مسلکي ډاکټران شتون لري، خو ټينګار يې وکړ چې په اناردره کې له يوه کلينيک پرته چې يوه ښځينه ډاکټره په کې خدمت کوي، د دغه ولايت نور کلينيکونه ښځينه ډاکټرانې نه لري.
خو نوموړي په درملتونونو کې د تاريخ تېر درملو شتون رد کړ او ويې ويل چې د فراه په مرکز کې ٨٤ درملتونونه فعاليت لري چې ٢٢ يې فارمسستان لري او د پاتې نور کار د فارمسستانو د نشتوالي په سبب د نرسانو له خوا مخې ته وړل کېږي.
شايق د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د مرکز پر ټولو درمتلونونو سربېره، د اناردرې، شيبکوه، پشتکوه او بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود سيمې درمتلونونه هم د فعاليت جواز لري، خو په نورو ولسواليو کې شخصي درملتونونه نشته.
هغه زياته کړه چې که چېرې په نا امنو سيمو کې له جواز پرته ځيني درملتونونه فعاليت ولري، دى ترې خبر نه دى.
دا په داسې حال کې ده چې د مقررې پر بنسټ، په لومړۍ درجه درملتونونو کې بايد د يوه فارمسيست تر څنګ مرستيال فارمسيست هم کار وکړي، په دويمه درجه درملتونونو کې يو فارمسيست ګومارل کېږي، خو په درېيمه درجه درمتلونونو کې د مرستيال فارمسيست شتون حتمي دى.
د عامې روغتيا مشر زياته کړه چې د دغه ولايت په مرکز کې د (طبيبان، اميران، دانش او وطن اپولو) په نومونو څلور شخصي کلينيکونه فعاليت لري او يوه څېړنه څرګندوي چې کلينيکونو اړين معيارونه نه دي پوره کړي.
هغه څرګنده کړه چې دا کلينيکونه د قانون پر بنسټ له نغدي جريمې سره مخ شوي او ځينې برخې يې تړل شوې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










