منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“وسله والو طالبانو د روغتيايي مرکزونو د جوړولو غوښتنه کړې”

· ۳ دقیقې لوستل · ۴۹ کتنې

کندهار(پژواک،١٦ورى٩٥): چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د کندهار په ناامنو ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو د جوړولو غوښتنه کړې.

وسله والو طالبانو دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د ناامنيو او يو لړ نورو ستونزو له امله د کندهار په ګڼو لويو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه لږ او يا بېخي شتون نه لري.

په دې اړه د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل، له نيکمرغه په دې وروستيو کې وسله والو مخالفينو هم د روغتيايي خدماتو د پراختيا غوښتنه کړې ده.

هغه زياته کړه، وړاندې تر دې د هغوى د ګواښونو او ناامنيو له امله شونې نه وه چې په ځينو ولسواليو کې دې روغتيايي خدمات وړاندې شي.

د ده په خبره، په همدې بنسټ بايد د کندهار په لرې پرتو ولسواليو او هغو سيمو کې چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، نوي روغتيايي مرکزونه پرانيستل شي، څو خلک روغتيايي خدماتو ته لاسرسى پيدا کړي.

عزيزي د روغتيا له وزارت څخه وغوښتل چې په روان او راتلونکې کال کې بايد په دې ولايت کې لږ تر لږه ٢٠ نور روغتيايي مرکزونه پرانيستل شي.

دى وايي: ((اوس مهال د کندهار په ډېرو ولسواليو کې روغتيايي خدمات کم دي، په ځينو لويو ولسواليو کې يوازې يو روغتيايي مرکز شته او په دوو ولسواليو کې خو اصلاً روغتيايي خدمات نشته.))

والي دغه راز يادونه وکړه چې په ولسواليو کې د روغتيا د برخې ښځينه کارکوونکې کمې دي، په کار ده چې د روغتيا وزارت د هرې ولسوالۍ ٥ تنو مېرمنو ته د قابلګۍ زده کړې ورکړي، ځکه نورې ښځينه روغتياپالانې زړه نه ښه کوي چې د کار لپاره لرې ولسواليو ته لاړې شي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم تاييدوي چې وسله والو مخالفينو په دې وروستيو کې غوښتنه کړې چې په ناامنو او ليرې پرتو ولسواليو کې دې روغتيايي مرکزونه جوړ شي.

پخلا پژواک اژانس ته وويل: ((وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې په ښوراوک، رېګستان، ميانشين، غورک او شاوليکوټ ولسواليو کې دې روغتيايي مرکزونه پرانيستل شي.))

د ده په خبره، دا د کندهار د هغو ناامنو ولسواليو له ډلې دي چې روغتيايي خدمات په کې کم او يا بېخي نشته.

دى وايي، د عامې روغتيا وزارت بايد دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او د روغتيايي خدماتو د پراختيا لپاره امکانات برابر کړي.

نوموړي دا هم وويل چې په کندهار کې ټولټال ٩٧ روغتيايي مرکزونه شته چې ١٤ يې خصوصي دي، له دې ډلې ٥٠ روغتيايي مرکزونه په ولسواليو کې او پاتې نور په ښار کې دي.

ده يادونه وکړه چې دغه مرکزونه د کندهار جغرافيې او نفوس ته په کتو هيڅ بسنه نه کوي او ډېر وګړي له روغتيايي خدماتو بې برخې دي.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز وايي، د عامې روغتيا وزارت ژمن دى چې له هر ډول توپير او تبعيض پرته د افغانستانو ټولو خلکو ته روغتيايي خدمات ورسوي.

هغه ومنله چې د کندهار ٦٠ سلنه وګړي روغتيايي خدماتو ته لاسرسى نه لري، خو د امکاناتو له محدودوالي سره سره به هڅه وکړي په دې ولايت کې روغتيايي خدمات ډېر کړي.

وزير ژمنه وکړه چې په روان کال کې به په کندهار شاوخوا ٣٠ روغتيايي سب سنټرونه جوړوي او د جوړېدونکي ٣٥٠ بستريز روغتون د جوړولو چارې به ګړندۍ کوي.

د کندهار د ليرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي د روغتيايي خدماتو د پراخوالي په اړه د وسله والو طالبانو د وړانديز هرکلى کوي او وايي له دې سره به هغه خلک روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى ومومي چې کلونه کلونه ورڅخه بې برخې وو.

د ښوراوک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد هاشم پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولسوالۍ کې هيڅ راز روغتيايي اسانتياوې نشته او خلک يې اړ دي چې د ناروغيو د درملنې لپاره له کرښې هغې غاړې ته سفر وکړي.

ده زياته کړه، د يادې شوې ستونزې له امله ډېر مهال له ډېرو عادي ناروغيو هم خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړى هم له دولت څخه غوښتنه کوي چې له موقع څخه په ګټې اخيستو دې په ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه جوړ کړي او خلکو ته دې روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا