منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د فوټبال په نړيواله درجه بندۍ کې څلور درجې مخکې شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٥): افغانستان د فوټبال په نړيوالې درجه بندۍ کې د څلور درجې په مخکې کېدو سره ١٤٧ مقام خپل کړى دى.

د فوټبال د نړيوال فدراسيون له خوا د وري په ١٩مه د دې لوبې نړيواله درجه بندي اعلان شوې چې له مخې يې ارجنټاين لومړى مقام خپل کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، بلجيم دويم، چيلي درېيم، کولمبيا څلورم، جرمني پنځم، هسپانيا شپږم، برازيل اووم، پرتګال اتم، يورګواى نهم او انګلستان لسم مقام خپل کړى دى.

د فيفا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې افغانستان څلور درجې پرمختګ کړى او ١٤٧ مقام يې خپل کړى دى، تر دې مخکې تېره مياشت افغانستان په ١٥١ مقام کې قرار درلود.

په نوې درجه بندۍ کې ايران په ٤٢مې، ازبکستان په  ١٦٦مې، تاجکستان ١٦٤مې، قرغزستان په ١٠٠مې ، قزاقستان په ١١٦مې او ترکمنستان په ١٢٨مې درجه کې راغلي دي.

دغه راز په سوېلي اسيا هېوادونو کې  هندوستان ١٦٢، پاکستان ١٩٠، سريلانکا ١٨٧، نيپال ١٧٩، مالديف ١٦٠ او بنګله دېش ١٧٧ مقام خپل کړى دى.

د فوټبال لوبې کارپوه سيد هادي کاظمي وايي چې افغانستان تېره اونۍ سينګاپور ته په ماتې ورکولو سره مهمې نومرې ترلاسه کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د سينګاپور پر وړاندې د بريا له امله افغانستان په درجه بندۍ کې پرمختګ کړى دى. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې