منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان په لومړۍ ورځ د نميبيا پر وړاندې ١٢٦ منډې جوړې کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٥): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې د نميبيا پر وړاندې د څلور ورځنۍ لوبې په لومړۍ ورځ ١٢٦ منډې جوړې کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه نن د هندوستان د نوي ډيلي د ګريټ نواډا په لوبغالي کې پيل شوه.

هغه زياته کړه چې د دې لوبې پچه د نميبيا لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دى وايي چې د افغانستان د توپ اچوونکو او په ځانګړې توګه د محمدنبي د ښې لوبې له امله د نميبيا ټوله لوبډله په خپل لومړي وار (اننګز) کې په ١٧٢ منډو وسوځېده.

د نبي تر څنګ افغان توپ اچوونکي ظاهر خان درې، رحمت شاه او دولت ځدراڼ يو يو لوبغاړي وسوځول.

هوتک وويل چې د افغانستان  توپ اچوونکو ډېره ښه لوبه پيل کړه او د پيل دوو لوبغاړو شهزاد محمدي او نور علي ځدراڼ د افغانستان منډې تر ٧٠ واړولې، خو نور علي ځدراڼ په ٢٩ منډو وسوځېد.

د دې څلور ورځنۍ لوبې د لومړۍ ورځې په پاى کې افغانستان ١٢٦ منډې جوړې کړې او يو لوبغاړى يې سوځېدلى و، شهزاد محمدي په ٧٥ او اصغر ستانکزى په ٢١ ناسوځېدلي پاتې دي.

د انټرکانټنينټال کپ سياليو کې د ايرلينډ، هالينډ، سکاټلينډ، نميبيا، متحده عربي امارات، هانګ کانګ، پي اين جي او افغانستان په ګډون اتو لوبډلو برخه اخيستې ده.

افغانستان تر اوسه دوه لوبې کړې چې يوه يې ګټلې او بله يې مساوي پاى ته رسېدلې، په ٢١ نومرو سره د دې سياليو په جدول کې په پنځم مقام کې ځاى لري.

ايرلينډ په ٦٠ نومرو سره لومړى، هالينډ په ٤٦ نومرو سره دويم، هانګ کانګ په ٣٠ نومرو سره درېيم او سکاټلينډ په ٢٣ نومرو سره په څلورم مقام کې ځاى لري.

که چېرې افغانستان له نميبيا څخه لوبه وګټي، نو په دې سياليو کې درېيم مقام خپلوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې