کابل (پژواک،٢٢ورى ٩٥): د عامې روغتيا وزارت وايي ، سره له دې چې افغانستان کې د ديابټ(شکرناروغۍ) د زياتېدو په حال کې ده؛ خو له صحي خوړو څخه استفاده، په دوامداره توګه ورزش او فزيکي فعاليت، ددې ناروغۍ د کنټرول لپاره اغېزمنه لار ده.
د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال ډاکټراحمدجان نعيم چې نن د روغتيا نړيوالې ورځې د مراسمو نمانځنې کې د نړيوال شعار تر نوم لاندې" اتل اوسئ، د شکر ناروغۍ ته ماتې ورکړئ" کابل کې جوړ شوي و ، وويل چې يو مزمنه ناروغۍ ده چې په اوږدمهال کې زړه، د وينې وريد، سترګو،پښتورګو او عصبي رشتو ته سخت زيان اړوي.
دعامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال زياته کړه چې د شکر ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره بايد خلک په منظم ډول هر ه ورځ لږ ترلږه نيم ساعت ورزش وکړي او خوړو کې تر ډېره له سبزيجاتو، ميوو او لږ اندازه شيريني څخه ګټه واخلي ، خپله وينه په منظم ډول د تشخيص لپاره معاينه کړي او ددې ناروغۍ درملنه دې له ياده نه باسي.
نوموړي وويل چې ديابت (شکر ناروغۍ) د وقايي او درملنې وړ ده او که د درملنې او کنټرول په برخه کې سم اقدامات و نه شي، خطرناکه اختلالات لکه د زړه حملې، مغزي سکته، د پښتورګو له کاره لوېدل،د سترګو روڼتيا له لاسه ورکول او د پښو ټپونه چې په پايله کې يې د بدن غړو د غوڅېدو لامل کيږي .
نعيم زياته کړه :" موږ بايد له ديابټ سره کلکه مبارزه وکړو او د درملنې او وقايې کچه لوړه کړو، په دې ميتود سره ډېرى دا اختلالات چې له وخت نه د مخکې مړينې لامل ګرځي مخنيوى وشي."
د نوموړي په وينا، د اټکل په ډول د هېواد ٨،٤ سلنه وګړي چې نږدې ٢،٧ ميليونو کسانو ته رسېږي، د شکر له ناروغۍ څخه ځورېږي او تر اوسه کابو ٢٠ زره کسانو ددې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.
د عامې روغتيا مرستيال د خبرو له مخې، کوم کسان چې له ٤٠ – ٤٥ کلونو عمرونه لري، خامخا دې د يوکال او درېيو کلونو ترمنځ خپله وينه معاينه کړي او د ويني شکر کچه دې معلومه کړي.
نوموړي وويل چې د عامې روغتيا وزارت د ضروري تشخيصيه خدمتونو او ديابټ ناروغۍ درملو ته د اسانه لاسرسي په اړه د خلکو پوهاوي کچې لوړولو ته ژمن دى.
يوه معلوماتي پاڼه چې د عامې روغتيا وزارت او نړيوال روغتيايي سازمان خپره کړې ده ، په هغه کې په شکر اخته ناروغانو لپاره کوم خواړه چې استفاده ترې کولى شي او له کومو خوړو څخه چې بايد پرهېز وکړي، ذکر شوي دي.
بېنډۍ،ګلپي،کدو،کاهو،شنه مرچ،دولمه مرچ، سلاد،کريلا،تراهي،نارنج، مولۍ،پياز، توربادنجان، بادرنګ،ټيپر،رومي بادنجان، د هګيو سپين، سوپ او سبوس لرونکې ډوډۍ، هغه خواړه دي چې د شکر ناروغان يې په دوامداره توګه خوړلى شي.
د ناشتا ترڅنګ، وريجې،مکروني، مۍ، لوبيا، دال، پاخه نخود، سره شوي نخود، هيندواڼه، مالټه، کينو،انار،شفتالو،ليمو، مڼې، خټکي، کيله، الوبخارا، سپين توت، امرود، چرګ، سپوره غوښه،کبان، د چرګې هګۍ، پنير،شړومبې،پيروى،پاکټي شيدې، مايع غوړي،کوچ،ايسکريم، دميوو شربت، کچالو،ګازرې، جواري، مټر او زردالو هغه خواړه دي چې په شکر اخته ناروغان يې د اړتيا په وخت کې خوړلى شي.
خو بوره، ګوړه، شات، مټايي،مربا، ژيړ غوړي، کيک، بسکيټ، کولچې، ژاولې، ککو،پيپسي، جوس،نيشکر،خرما، انځر، نوشابې، مشروبات، فرني او انګور هغه خواړه دي چې په شکر اخته ناروغان يې بايد ونه خوري او بايد ځان ترې وساتي.
د نړيوال روغتيايي سازمان په استازيتوب ډاکټرې سوپريه واروساويتهانا( Supriya Warusavithana) چې دې ناسته کې يې خبرې کولې، وويل چې له ١٩٨٠ کلونو راهيسې شکرناروغۍ نړۍ کې څلور برابره زياته شوې ده او ددې ناروغۍ دروند بار، پرکسانو، کورنيو ، ټولنو او روغتيا سکتور باندې محسوس کېږي؛ خو تر ډېره دا بار د مخنيوي وړ دى.
نوموړي زياته کړه چې د ديابټ ډيرى پېښې د وقايې وړ دي او کولى شوچې ټولې و پېژنو او مديريت يې کړو.
سوپريې وويل چې منظم ورزش، له سالمو خوړو څخه استفاده کول او له سګرټو څخه ځان ساتل د ديابټ ناروغۍ سره د مبارزې له مهمو ټکو څخه ګڼل کېږي.
نوموړې همداراز زياته کړه چې نړيوال روغتيايي سازمان او د افغانستان عامې روغتيا وزارت د شکر ناروغۍ د زياتېدو مخنيوى د وقايي او روغتيايي سيستم قابليت پياوړتيا، په دې ناروغۍ د اخته کسانو تشخيص او درملنې برخه کې په دې ناروغۍ له اخته کسانو څخه ملاتړ کوي.
د عامې روغتيا وزارت او نړيوال روغتيايي سازمان د معلوماتو له مخې، شاوخوا ٩ سلنه د لوړ عمر کسان په شکر ناروغۍ اخته دي چې هره ورځ څه باندې څلورزره کسان چې شاوخوا ١،٥ ميليونه کېږي، نړۍ کې هر کال ددې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او ديابټ به ٢٠٣٠ کال کې د مړينې يو اصلي لامل وي.
د اپريل اوومه د روغتيا نړيواله ورځ، ١٩٥٠کال کې د روغتيا نړيوال سازمان له رامنځ کېدو راهيسې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي او هر کال يو نړيوال شعار په کې غوره کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










