منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې د ځغاستې سیالي ترسره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٢٣ ورى ٩٥): په خوست ښار کې د لسګونو ځوانانو په ګډون د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

د ځغاستې دغه سيالي د خوست ښار په لوېديځه څنډه کې له تبليغي مرکزه پيل او د ښار تر مجاهد څلورلارې پورې چې شاوخوا څلور کيلومتره کېږي، ترسره شوه.

د دغه ولايت د المپيک امر عزيز ملنګ د سياليو په پای کې پژواک اژانس ته وويل، چې د (زموږ ښار، زموږ کور) په نوم د ځغاستې دغه سيالي د خوست ښاروالۍ په مالي ملاتړ ترسره شوه.

نوموړي وويل، له دې يې موخه دا ده چې د ورزش او لوبو له لارې خلکو ته پيغام ورسوي، څو د ښار په پاک ساتلو کې پوره همکاري وکړي.

هغه وويل: ((له ټولو خوستوالو مو دا هيله ده، که هغه ځوانان دي، سپين ږيري دي يا نور څوک دي، خپل ښار پاک وساتي. له هټۍ والو مو هم هيله ده چې د خپلو هټيو مخې ته چټلي پرې نه ږدي.))

ملنګ زياته کړه، غواړي چې په راتلونکي کې د نورو بېلابېلو لوبو او ورزشونو له لارې هم د هغو پديدو پر وړاندې مبارزه وکړي چې د ټولنې پر زيان تمامېږي.

د خوست د المپيک امريت د ځغاستې د فدراسيون مشر ګل نقيب پژواک ته وويل چې ځغاستې ته يې د ځوانانو په راجلبولو کې تر خپل وس پورې منډې ترړې کړې دي.

نوموړي وويل چې ځغاسته هم د نورو ورزشونو په څېر د روغتيا لپاره ډېره ګټه لري او هم ځوانان له ناوړه کړنو په ځانګړي ډول له روږدېدا ژغوري.

ده زياته کړه: ((ټولو ځوانانو ته مې دا پيغام دی چې ورزش وکړي او تر څنګ يې زده کړې ترسره کړي. موږ ډاډه يو چې انشاالله زموږ ستونزې به هوارېږي.))

د يادې سيالۍ لومړی مقام د خوست د مرکز متون سيمې ځوان دلاور اتل ترلاسه کړ، چې له نورو لوبغاړو سره يې په ډېر توپير سره ټاکلي ځای ته ځان ورساوو.

دلاور اتل پژواک اژانس ته وويل چې تر دې مخکې يې هم په خوست، کابل او نورو ولايتونو کې د ځغاستې د سياليو لومړی يا دويم ځای خپل کړی دی.

هغه د المپيک له کمېټې غوښتنه وکړه چې په ولايتونو کې د المپيک امريتونو په چوکاټ کې ټولو فدراسيونو ته پاملرنه وکړي او لازم امکانات ورته برابر کړي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ ته د نورې سيالۍ په څېر امکانات برابر شي. موږ غواړو چې د خپل ولايت او بالاخره د خپل هېواد نوم وځلوو.))

د يادونې ده، د يادې سيالۍ پر دېرشو ګډونوالو د خوست د ښاروالۍ له لوري يو شمېر مډالونه او ځيني کپونه ووېشل شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې