منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار د درېیو ولسواليو ١٣زره ماشومان له واکسينه پاتې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳۰ وری ۹۵): روغتيايي چارواکي وايي چې د ننګرهار په نا امنو سيمو کې دې زمينه برابره شي؛ څو له واکسينه پاتې ۱۳زره ماشومان واکسين شي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب کامه وال د وري په ۳۰مه د ګوزڼ ضد واکسين د کمپاين د پېلېدو په مراسمو کې وويل چې د درېيو ولسواليو په ځينو ناامنو سيمې کې ۱۳زره ماشومان له واکسينه پاتې دي.

کوټ، اچين او هسکه مېنه د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې ځينې سيمې يې د وسله والو مخالفينو په ولکه يا نفوذ لاندې دي او له څو کلونو راهيسې په کې يو شمېر ماشومانو له واکسينه پاتې کېږي.

تېر کال له واکسينه د پاتې کېدونکو ماشومانو شمېر ۶۴زره تنو ته رسېده؛ خو د شينوارو په ولسواليو کې له پرله پسې پوځي عملياتو وروسته اوس په ډېرو سيمو کې ګوزڼ ضد واکسين تطبيقيږي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس غوښتنه وکړه: ((د ګوزڼ د همېشني مخنيوي لپاره هر مياشت د واکسين کمپياين ترسره کاوو، په ځينو سيمو کې امنيتي مشکل لرو، امنيتي ادارې دې موږ ته زمينه برابره کړي.))

نجيب کامه وال وايي چې نړيوالو مرسته کوونکو د دې ناروغۍ په مخنيوي کې همکارۍ ډېره کړې ځکه له پاکستان او افغانستان پرته نورو هېوادونو کې له منځه تللې ده.

د کامه وال په وينا: ((روان کال موږ په ننګرهار کې د ګوزڼ مثبتې پېښې نه لرو، د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې دوه پېښې شته، يوه په کې د هغه وسله وال سړي زوی دی چې د دغه واکسين مخه يې نيوله.))

تېر کال په ننګرهار ولايت کې د ګوزڼ اته پېښې ثبت شوې وې.

بلخوا ننګرهار د حج او اوقافو رياست د نشراتو مسوول مولوي عتيق الله پر کورنيو غږ وکړ چې خپل ماشومان واکسين کړي څو پر ګوزڼ اخته نه شي.

ده وويل: ((ديني علما، ملاامامان او قومي مخور دې د ګوزڼ ضد واکسينو په کمپياين کې مرسته وکړي او په سيمه کې دې روغتيايي کار کوونکو ته زمينه برابره کړي.))

په ورته مهال د ننګرهار د معارف رياست چارواکو ژمنه وکړه چې ښوونکي به يې د دغه واکسين په کمپياين کې مرسته او همکاري وکړي.

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي نويد شينواري پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال ډېرې سيمې د وسله والو په ولکه کې وې خو اوس بېرته نيول شوې او بيا واکسين ور ورسول شي.

د نوموړي په وينا: ((په ډېرو سيمو کې ماشومان له ګوزڼ ضد واکسين څخه پاتې کېږي، موږ هيله لرو چې ګرځنده روغتيايي ټيمونه په پوره صداقت خپله دنده ترسره کړي.))

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې د خوږياڼو او غني خېلو په ولسواليو کې يې همدا مهال چاڼيز عمليات روان دي او په څينو ولسواليو کې ترسره شوي دي.

د مشرقيوال په وينا: ((په ټولو ولسواليو کې د واکسين تطبيق ته زمينه برابره ده، موږ په اچين، کوټ، هسکه مېنه او ځينو نورو سيمو کې عمليات ترسره کړل او سيمې مو تر کنټرول لاندې راوستلې.))

د هغه په وينا، په يادو ولسواليو کې يې پاڅون کوونکي  او پوليس په نوې امنيتي پوستې کې منظم کړي او کولی شي د سيمې امنيت خوندي وساتي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا