کندهار (پژواک د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د کندهار والي د کابل د پرونۍ خونړۍ پېښې له قربانيانو سره د غمشريکۍ په موخه په جوړه شوې غونډه کې وويل چې د ترهګرو پر ضد دې يو ملي او ديني خوځښت پيل شي.
هغه د غونډې له لسګونو نورو برخه والو سره يو ځاى د يادې شوې پېښې له قربانيانو سره د غمرازۍ په توګه ميرويس روغتون کې وينه هم ورکړه.
دغه غونډه چې نن مازيګر د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، ګڼ شمېر چارواکو، مخورو، ديني عالمانو او ځوانانو په کې ګډون کړى وو.
د کندهار والي همايون عزيزي وويل، د کابل د تېرې ورځې خونړۍ بريد چې ٦٤ کسان په کې ووژل شول او ٣٧٤ نور په کې ټپيان شول، په هېڅ دين، مذهب او قانون کې نه شي توجيه کېداى.
هغه زياته کړه، د ترهګرو پر ضد دې يو ملي او ديني خوځښت پيل شي، څو د هغوى د دغه راز کړنو مخنيوى وشي.
نوموړي ټينګار وکړ چې د دغه خوځښت مشري دې، ديني عالمان او مخور په غاړه واخلي او د خپل ملي او ديني رسالت له مخې دې خپله خاوره او خپل خلک د ترهګرو له ظلم او وحشت څخه خوندي کړي.
عزيزي وويل: ((له دغه راز پېښو بايد درس واخيستل شي او د خپل دښمن پر وړاندې يو موټى و اوسو او په ټول توان يې مقابله وکړو.))
ده د کندهار پر امنيتي ارګانونو غږ وکړ چې په پوره همغږۍ دې شپه او ورځ د کندهار امنيتي وضعيت تر څار لاندې ونيسي او وسله وال وځپي.
د کندهار د علماوو شورا رييس مولوي عبيدالله فيضاني هم وويل، د کابل پرونۍ پېښه څرګند وحشت و چې بدنامي يې يواځې او يواځې د افغانانو او مسلمانانو ده.
ده هم پر ديني عالمانو او عام ولس غږ وکړ چې په ګډه هېوادوال د ترهګرو له ظلمونو وژغوري.
د غونډې ګڼ شمېر نورو برخه والو هم ورته څرګندونې وکړې او غوښتنه يې کوله چې د دغه راز پېښو د مخنيوي لپاره دې له ټولو امکاناتو کار واخيستل شي.
د غونډې په پاى کې د والي او نورو چارواکو په ګډون لسګونو کسانو د کابل د تېرې ورځې له قربانيانو سره د غمرازۍ په پار د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته وينه ورکړه، څو د ناروغانو او ټپيانو د درملنې لپاره ورڅخه کار واخيستل شي.
login or register a new account.