اسعداباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د کونړ د عامې روغتيا رياست وايي چې په دغه ولايت کې د ګوزڼ يا پوليو درېيمه پېښه ثبت شوې ده.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست رييس ډاکتر احسان الله فضلي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د شيګل ولسوالۍ د شلطن په دره کې ثبت شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې سيمې د اوسېدونکي تاج محمد زوى زاهدالله د پوليو يا ګوزڼ پر ناروغۍ اخته دی.
د ډاکتر فضلي په وينا، په دې ولسوالۍ کې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ګوزڼ واکسين ځکه نه دى تطبيق شوى چې وسله وال مخالفين يې مخه نيسي.
دى وايي چې د کونړ ولايت په اتو ولسواليو کې دوى د پوليو د کمپاين په تطبيق کې ستونزې لري او د هر کمپاين پر مهال شاوخوا اته نيم زره ماشومان د پوليو له څاڅکو بې برخې پاتې کېږي.
ډاکټر فضلي د نوې پېښې رامنځته کېدل همدا لامل په ګوته کړ.
دى وايي چې دا د هېواد په کچه په ٢٠١٦ کال کې څلورمه قضيه ده چې ثبتېږي.
تېر کال په کونړ کې دوه پېښې او په ټول هېواد کې ٢٠ پېښې ثبت شوې وې .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










