منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان د کڼو فوټبال لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۵ کتنې

کابل (پژواک، ٥ غويى ٩٥): د هېواد د کڼو فوټبال لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې د پاکستان د کڼو فوټبال لوبډلې ته لس په صفر ماتې ورکړه.

هغه خبرپاڼه چې نن د المپيک ملي کمېټې له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي چې دا لوبه د پاکستان د کڼو ټولنې له لوري پلان شوې وه او د هېواد فوټبال لوبډلې د دې ټولنې د رسمي بلنې له مخې، په دې سياليو کې برخه اخيستې ده.

سرچينې زياته کړې ده، دا دوستانه سيالۍ چې د افغانستان د فوټبال د کڼو لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره شوې.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د هېواد فوټبال د کڼو لوبډلې په ترکيب کې ١٨ لوبغاړي او يو روزونکى شامل دي چې تېره پنجشنبې د يو لړ دوستانه سياليو لپاره ياد هېواد ته تللې وه.

خبرپاڼه کې د دې سياليو د ترسره کېدو نېټې په اړه څه نه دي ويل شوي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې