منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان له سکاټلينډ، هالنډ او ايرلينډ سره د کرکټ سيالۍ لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٥): ټاکل شوې ده چې په راتلونکو مياشتو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سکاټلينډ، هالنډ او ايرلينډ سره د کرکټ لوبې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي لوبډله به په روان زېږديز کال کې لومړى سکاټلينډ ته سفر وکړي او د جولاى له شپږمې څخه به د افغانستان او سکاټلينډ ترمنح د کرکټ دوه يوه ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره شي.

هغه زياته کړه، دغه راز تر دې وروسته د جولاى له لسمې څخه به ايرلينډ له افغانستان سره د پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو کوربه توب کوي.

هوتک وايي، تر دې لوبو وروسته به د افغانستان ملي لوبـډله هالنډ ته ځي او د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره د انټرکانټنينتال کپ سياليو په لړ کې څلور ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسيم الله دانش وايي چې له تېر يوه کال راهيسې د کرکټ له بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو سره د لوبو له امله د ملي لوبډلې د لوبغاړو تجربې او مهارتونه زيات شوي دي.

هغه زياته کړې: ((موږ له سکاټلينډ، هالنډ او ايرلينډ سره راتلونکو لوبو ته لېواله يو، موږ په نړيواله کچه د پرمختګونو په حال کې يو.))

بلخوا د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزى وايي چې ملي لوبډلې د خپل اوسني دريځ حقدار دى او د دويمې درجې هېوادونو په سر کې قرار لري.

هغه زياته کړه چې ملي لوبډله په بېلابېلو حالاتو کې لوبې کوي او د کرکټ د يوه ملت په توګه  د زده کړو او پرمختګونو په حال کې ده.

ستانکزي هيله څرګنده کړې چې له يادو هېوادونو سره لوبو سره به د ملي لوبډلې وړتياوې او مهارتونه زيات شي او ښې مسابقې به په لاره واچول شي.

د نوموړي په وينا، ملي لوبډلې په دې وروستيو کې زمبابوې او ويسټ انډيز ته ماتې ورکړي او په لوړ مورال سره يادو هېوادونو سره لوبې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې