مزارشريف (پژواک، ۷ غويى ۹۵): له ادبياتو فارغ پخوانى ژورنالېست وايي: ((خوشاله يم چې د پيسو ګټلو په خاطر مې ټوپک نه دی اخيستی، وطن مې نه دی پرېيښی، په خپل ښار کې د حلالې روزي ګټلو هڅه کوم.))
دغه څرګندونې په بلخ کې د جمهور خبري اژانس د خبريال سيد هدايت الله هاشمي دي چې تر دوه مياشتې وړاندې پورې د يو خبريال په توګه يې مايک او قلم په لاس کې وو؛ خو له تېرو اتو ورځو راهيسې د ليلامي بوټونو دوکاندار دی.
دی چې په ادبياتو کې يې د ليسانس تر کچې زده کړې کړې وايي، خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د مسووليت پر ځای کولو لپاره دوکانداري هم کولی شي؛ خو د وطن پرېښودل ورته له وطن سره جفا ښکاري.
نوموړي د غويي په ۷مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې له تېرو څو کلونو يې له بېلابېلو رسنيو سره د خبريال او ايډېټر په توګه دنده ترسره کړې؛ خو اوس يې په مزارشريف ښار کې د ليلامي بوټونو پلورنځی جوړ کړی دی.
هاشمي چې په يوه جوړه بوټانو يې سافي کشوله، د خپلو زده کړو او دندې په اړه وويل: ((په دري ادبياتو کې مې لوړې زده کړې کړې، په مزارشريف ښار کې مې له سفير تلويزيون سره د اېډيټر په توګه دنده پيل کړه، له يو کال کار وروسته له پيام افتاب خبري اژانس سره د خبريال په توګه پاتې شوم او له تېرو درېیو کلونو مې له جمهور خبري اژانس سره د خبريال په توګه کار وکړ.))
نوموړي زياته کړه چې د جمهور خبري اژانس د اقتصادي ستونزو له امله ولايتي خبريالان له دندې ګوښه کړل، چې دی هم په کې شامل و.
هغه، چې د بوټونو د راښکته کولو لرګی يې په لاس کې و او ځان يې پرې تيکه کړی و، وویل چې له تېرو دوو مياشتو بېکاره و؛ خو له تېرو اتو ورځو د ليلامي بوټونو د پلورنځي هټۍ وال دی.
د هاشمي د ليلامي بوټونو هټۍ په خپل مارکېټ کې د امپراطور هټۍ په نامه شهرت لري چې دی پرې وياړ کوي.
نوموړي زياته کړه چې نن يې تر ماسپښينه يوه جوړه بوټونه هم نه دي پلورلي؛ خو په تېرو ورځو کې يې د ورځې تر زر افغانيو سودا هم کړې ده.
د هغه په وينا، خوښ دی چې د بېکارۍ د پلمې جوړولو له لارې يې کومه غلطه چاره نه ده پيل کړې.
ده زياته کړه: ((خوشاله يم چې د پيسو ګټلو په خاطر مې ټوپک نه دی اخيستی، وطن مې نه دی پرېيښی، په خپل ښار کې د حلالې روزي ګټلو هڅه کوم.))
هاشمي که څه هم دولت ځوانانو ته د کاري اسانتياوو پر نه برابرولو تورن کړ؛ خو هغه ځوانان يې هم ګرم وبلل چې د خپلو شخصي ګټونو او شوقونو پوره کولو لپاره يې وطن پرېيښی دی.
نوموړي زياته کړه چې په تېرو دوه کلونو کې زرګونو ځوانانو د ښه ژوند لپاره خپل وطن ته شا کړه؛ خو چېرې چې ورپسې تللي وو، هلته يې هم ونه موند.
د هغه په وينا، که چېرې له وطنه تللو ځوانانو په خپلو کمو امکاناتو کوم شخصي کاروبار پيل کړی وای؛ نو نن به ورسره زيات شمېر نورو ځوانانو ته هم د کار اسانتيا برابره شوې وای.
هاشمي لا هم په رسنيزه برخه کې د کار موندلو په لټه کې دی؛ خو په دولتي چوکاټ کې يې ځان ته پر دندې پيدا کېدو بارو نه درلود.
نوموړي زياته کړه: ((دولتي دندې په پېژندنه او رشوت پيدا کېږي، چې دا دواړه زه نه لرم.))
هغه د بېلګې په توګه يادونه وکړه چې که چېرې د معارف په چوکاټ کې د ښوونکو په ازموينه کې برخه واخلي او بريالی هم شي؛ نو مجبور دی چې په مزارشريف ښار کې د ښوونکي په توګه د ګومارلو لپاره ۶۰زره افغانۍ رشوت ورکړي.
هاشمي رشوت ورکول د خپل شخصيت وړ ونه بلل او د ليلامي بوټونو دوکانداري يې پرې ښه وبلله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









