منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هېواد ۷۳ سلنه وګړي د ملاریا ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ غويی ۹۵): د عامې روغتيا وزير وايي چې د هېواد ۷۳ سلنه وګړي د ملاريا ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي چې تر ټولو ډېره سلنه يې په ننګرهار کې دي.

د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز د غويي په ۱۱مه په ننګرهار کې د ملاريا ناروغۍ د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل چې سږ کال د دې ناروغۍ د کچې راټيټېدو او له منځه وړولو ته جدي پاملرنه وشي.

د پشه خانو وېشل، په روغتيايي مرکزونو او په لرو پرتو سيمو کې د ګرځنده روغتيايي ټيمونو له لوري وړيا درملنه د دې ناروغۍ پر ضد د عامې روغتيا وزارت ژمنې دي.

وزير وايي: ((د هېواد په کچه د ملاريا ناروغۍ ډېره کچه ننګرهار جوړوي، د دغه ولايت ۷۱ سلنه وګړي د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي، موږ به يې پر وړاندې جدي مبارزه وکړو.))

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال د يادې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل: ((په ختيځ کې تېر کال ۷۳ زره د ملاريا مثبت پېښې ثبت شوې چې ۳۹زره يې د دماغي ملاريا وې.))

کامه وال وايي چې د ملاريا ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې همدا نن د ننګرهار په مرکز او ۱۲ ولسواليو کې د پشه خانو د وېش لړۍ پيل کړه.

نوموړي زياته کړه: ((موږ به د ښار په ګډون په ۱۲ ولسواليو کې نږدې څلور سوه زره پشه خانې ووېشو، دا پشه خانې کمې دي موږ هيله لرو چې نورې هم راکړل شي څو پر اړمنو يې ووېشو.))

بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل: ((د ملاريا ناورغۍ په ننګرهار کې ډېره ده، تر دې چې زما زوی پرې اخته و، نو چې د والي زوی پرې اخته کېږي نورو ته خو هم رسېدلی شي.))

والي په دې برخه کې د جدي هلو ځلو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار والي همدا شان د روغتيا له وزير نه وغوښتل چې د سيمه ييزو روغتون د ودانۍ قرارداد د تدارکاتو ملي کمېسيون ته وړاندې او نهايي کړي.

د پښتورګو روغتون د فعالولو، د کونړ ولايت د روغتون جوړولو  او  د ورته پروژو  پلې کېدل د ننګرهار د  والي نورې غوښتنې وې.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دُراني يادونه وکړه چې د عامې روغتيا وزارت دې د ننګرهار د روغتيا بوديجه ډېره کړي او لرو سيمو کې دې ورته متخصص ډاکټران وګوماري.

دُراني زياته کړه: ((په لرو سيمو کې چې نرس وي، ډاکټر نه وي، چې ډاکټر وي فارمسست نه وي، دا زموږ يو غټ مشکل دی.))

د عامې روغتيا وزير بيا يادونه وکړه چې د هېواد په کچه په ننګرهار ولايت کې د متخصصو ډاکټرانو شمېر ډېر دی خو بيا هم هڅه کېږي چې په لرو سيمو کې د روغتيايي کار کوونکو تشکيل ډېر کړي.

وزير دا يادونه هم وکړه چې د ننګرهار د والي غوښتنه به ډېر ژر ځواب کړي؛ ځکه د پښتورګو روغتون د فعالولو چارې به ژر پيل شي او د پوهنتون روغتون لپاره به نوي امکانات برابر کړي.

د غونډې په وروستيو کې د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون د طبي علومو له انسټيټيوت څخه فارغو ۲۷ قابله ګانو ته د فراغت سندونه هم ورکړل شول.

چارواکي وايي چې دا روغتيايي کار کوونکې به په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې وګوماري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا