کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): د افغانستان د معلوليت لرونکو ملي لوبډلې د کرکټ په يوه شل اووريزه لوبه کې هندۍ سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د معلوليت لرونکو وګړو کرکټ لوبډله هندوستان ته د درېيو لوبو لپاره تللې ده.
هغه زياته کړه چې هندوستان لومړۍ دوه شل اوريزې په ډېر کم توپير سره وګټلې خو په درېيمه لوبه کې افغان لوبډلې هندوستان ته ماتې ورکړه.
هوتک وويل چې لومړى د افغانستان لوبډلې لوبه وکړه او په شل اووريزو کې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.
دى وايي چې د هند معلوليت لرونکو وګړو ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او افغانستان وکولى شو چې دا لوبه د ۱۵ منډو په توپير سره وګټي.
د افغان معلوليت لرونکو وګړو ملي لوبډلې توپ اچونکو لخوا عبدالله عصمتي درې، شيرين آغا دوه، محمد اشرف دوه او صميم يو لوبغاړی وسوځولو.
عبدالله عصمتي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










