اسعد اباد (پژواک ١٩ غويى ٩٥): په کونړ کې ديني عالمانو د يوه کنفرانس په ترڅ کې هغه تبليغات ناسم وبلل چې د پوليو د واکسين پر ضد کېږي.
دغه کنفرانس چې د عامې روغتيا وزارت له لوري د يونسيف ادارې په مالي مرسته ترسره شو، په کې د کونړ لسګونو ديني عالمانو ګډون کړى و.
دیني مولوي سميع الله ریحان وویل، د ماشومانو د سالم راتلونکي لپاره د پولیو واکسين اړين دی او د اسلام په مبارک دین کې هېڅ ممانعت نه لري؛ د ماشوم لپاره چې څومره د مور شیدې ضرور دي، د پولیو واکسین هم ورته اړين دى.
نوموړي د کونړ له دیني عالمانو وغوښتل چې خپله د واکسینو بکسې راواخلي او د هغو خلکو ماشومانو ته واکسین وکړي، چې د واکسین کولو مخالف دي.
ياد شوي ديني عالم له يو شمېر کورنيو هم وغوښتل چې د نورو په لمسون دې خپل ماشومان له واکسين څخه نه بې برخې کوي، بلکې خپل ماشومان دې واکسين کړي، ترڅو د ګوزڼ له مهلکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د وقایوي څانګې ريیس ډاکټر نجیب الله ساپي وویل، سږکال په ټول هېواد کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې یوه په هلمند، یوه په کندهار او درې نورې يې په کونړ کې ثبت شوې دي.
نوموړي له دیني عالمانو وغوښتل چې د واکسین په تطبیق که له رضاکارانو سره همکاري وکړي، ترڅو ماشومان له دایمي فلج څخه وژغورل شي.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي هیله وښوده، چې د پولیو په له منځه وړلو کې به دیني عالمان خپل مهم رول ترسره کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










