منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې یو بېوزلی معیوب جګړن د رسمي دندې لېوال دی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۹ غويی ۹۵): د ملي اردو افسر رعايت الله تر معيوبېدو وروسته د جلال اباد ښار په يوه څنډه کې کچالو پلوري؛ خو وياړي چې د خيرغوښتلو پر ځای مزدوري کوي.

جګړن رعايت الله په اروپايي هېواد چک کې د ماسټرۍ تر کچې پوځي  زده کړې کړې او  د مجاهدينو په واکمنۍ کې يې د دندې پر مهال چاودنه کې غبرګې پېښې له لاسه ورکړې دي.

هغه له ۱۷ کلونو راهيسې د جلال اباد ښار د دنډ غاړې پر سړک د ځمکې پر سر کچالان پلوري او  هيله لري چې له همدې دندې حلاله روزي پيدا کړي.

رعايت الله له پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زه خوشاله يم چې په خپلو مټو خواري کوم او کورنۍ ته مې حلاله روزي پيدا کوم، دا راته وياړ دی چې د خيرغوښتلو پر ځای د مزدورۍ کولو جوګه يم.))

رعايت الله د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال په ننګرهار کې د يوې پوځي قعطې د کشف امر پاتې شوی او د برهان الدين رباني په واکمنۍ کې يې د مخابرې د تخنيک په اداره کې کار کړی دی.

هغه وايي: ((د رباني د واکمنۍ په کلونو کې د دندې پر مهال زموږ پر موټر چاودنه وشوه او دواړه پښې مې پرې شوې؛ تر هغه را ورسته تر اوسه پورې په ښار کې کچالان او پياز پلورم.))

هغه هيله لري که حکومت ورته په پوځي ادارو کې د مخابرې د تخنيک او دفتري کارونو واک وسپاري، کولی شي پر مخ يې يوسي.

جګړن رعايت الله زياتوي: ((پر ما د دې خاورې مصرف شوی او زده کړې مې کړي دي، زه اوس هم چمتو يم چې د پوځ په ليکو کې دنده ترسره کړم او خدمت وکړم.))

نوموړی د درېيو زامنو په ګډون لس اولادونه لري او د ده په وينا، د ټولو لپاره يوازې همدى ګټه وټه کوي؛ خو دا شکايت هم لري چې  د کچالانو په خرڅولو سره د کور او اولاد ټولې غوښتنې نه شي پوره کولی.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې غواړي زامن دې د پوځ ليکو ته ولاړ شي وويل: ((مشر زوی مې په دوولسم ټولګي کې دی؛ ښايي په دې تړاو خپله تصميم ونيسي خو که ملي اردو ته ولاړ شي زه به پرې ووياړم.))

رعايت الله يادونه وکړه: ((چې زما او د نورو افغانانو اولادونه دې خاورې ته خدمت ونه کړي نو څوک به يې کوي؟))

رعايت الله وايي: ((زه له ژونده شکايت نه لرم، په خپلو خپلوانو کې په ښه او نېک نوم يادېږم؛ څکه تر اوسه مې چا ته لاس نه دی اوږد کړی، زه پر ځان او کاروبار وياړم.))

هغه په خپله کاري ژوند کې دا شکايت هم لري چې د پځوا په پرتله يې ګټه وټه کمه ده او په کرايه کور کې اوسېږي.

دی وايي: ((په دې وروستيو کې د کچالانو بازار خراب شوی، نږدې سل زره کلدارې مې تاوان وکړ او بيا مې قرضونه واخيستل خو زه هيله لرم چې دا قرضونه بېرته پوره کړم او پوروړو ته يې ورکړم.))

رعايت الله پر معيوبینو او په ټولو کې پر هغو کسانو چې خير غواړي، غږ وکړ چې پر ځان باورمن و اوسي او بل ته د لاس اوږدولو پر ځای خواري مزدوري وکړي.

د جګړن رعايت الله ګاونډي هټيوال محمد حيدر پژواک اژانس ته وويل: ((رعايت الله دواړه پښې نه لري خو ډېر باهمته انسان دی، خپل کار که څه هم په سختۍ کوي خو په صداقت او همت يې کوي.))

حيدر زياتوي، رعايت الله په سخت حالت کې ژوند تېروي او نږدې دوه سوه کلدارې ورځنی عايد لري چې نه شي کولی د اولادونو راتلونکی پرې تضمين کړي.

نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې دغه پخواني پوځي افسر ته په کومه اداره کې د کار زمينه برابره کړي او يا ورسره مالي مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد