کابل (پژواک،٢٠ غويى ٩٥): افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز د ازادې مبارزې په نيمايي حرفوي لوبو کې خپل روسي سيال ته د روسيې په پلازمېنې مسکو کې ماتې ورکړه.
ازاده مبارزه، د رزمې ورزشونو نه يوه جوړه شوې لوبه ده چې سوک، لغته، جوډو او زندې کولو په څير نور تخنيکونه په کې کارول کېږي د دې سياليو په نيمايي حرفوي لوبو کې لوبغاړي د غاښونو او مخصوصه اندام د ساتنې لپاره له ځينو وسايلو کار اخلي.
بازمحمد مبارز تېره شپه له خپل روسي سيال "مکسيم کتکوف" سره چې د روسيې پر ديو شهرت لري، لوبه وکړه نوموړي هغه د لوبې لومړي پړاو په پيل شوو دقيقو کې هغه په ګونډو کړ.
مبارز وړاندې له دې چې خپل روسيې سيال سره مخامخ شي خپل پيغام کې د افغانستان خلکو ته وويل: "له ټول افغان اتل ولس څخه غواړم چې د افغانستان د پت، سرلوړۍ او عزت لپاره دعا وکړي چې ستاسو په استازيتوب د افغانستان درې رنګه بېرغ يو ځل بيا نړۍ کې ورپوم څو د ټول افغان ملت د سرلوړي او خوښۍ سبب وګرځي."
دا سيالۍ تېره شپه د افغانستان پر وخت شاوخوا ٩ بجې د مسکو ښار په لوبغالي کې چې د زرګونو نندارچيانو وړتيا لري، ترسره شوه او ځينو رسنيو دا سيالۍ په ژوندۍ بڼه خپره کړه.
په دې سيالۍ کې د ياد هېواد لومړي وزير ديمتري مډويدوف او په روسيه کې د افغانستان سفير له خپل پرسونل او په ياد هېواد کې سلګونو مېشتو افغانانو ګډون کړى و.
مبارز د افغانستان له نامتو لوبغاړو څخه دى چې تر اوسه يې د هېواد ورزش لپاره زيات نړيوال وياړونه ترلاسه کړي دي.
مبارز، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم يو بل روسی لوبغاړى په ازادو سياليو کې په ګونډو کړى و.
تر دې وړاندې بازمحمد يو غېږنيوونکى و، هغه د غېږ نيونې په برخه کې هم ښيې لاسته راوړنې درلودې؛ خو له ازادې مبارزې سره يې ځانګړې مينه درلوده او دا لوبه يې انټرنېټ کې د ويډيوګانو له لارې زده کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










