ژبه

رېګستان او ښوراوک ولسواليو ته دې روغتيايي خدمات ورسول شي

کندهار(پژواک،٢٠غويى٩٥): د کندهار د ١٧ ولسواليو له ډلې رېګستان او ښوراوک هغه دوه ولسوالۍ دي چې هيڅ راز روغتيايي اسانتياوې په کې نشته، په کار ده د دغو ولسواليو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات وړاندې شي.

دغه څرګندونې د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د دې ولايت د عامې روغتيا رياست د غونډو په تالار کې د هغه درې ورځنې ورکشاپ د پيل په غونډه کې وکړې چې د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولايتونو د روغتیايي خدمتونو او روغتيايي مرکزونو د بنسټيزو خدماتو د بياکتنې په موخه جوړ شوى و.

په دې ورکشاپ کې له کابل څخه د عامې روغتيا وزرات استازي ډاکټر زاهد رسولي او ورسره پلاوي، د روغتيا په برخه کې د مرستندويه ادارو مسوولينو او د څلورو واړو ولايتونو د روغتيايي برخې کارکوونکو ګډون کړى وو.

 شمسي په دې غونډه کې وويل، د کندهار د ١٧ ولسواليو له ډلې يواځې ١٥ تر روغتيايي پوښښ لاندې دي، خو په ٢ نورو ولسواليو کې هيڅ روغتيايي خدمات نشته.

هغه د عامې روغتيا وزارت او مرستندويه ادارو (سور صليب، سره مياشت، او باران موسسې) څخه غوښتنه وکړه چې د دې ولايت دوو پاتې ولسواليو رېګستان او ښوراوک ته دې د روغيتايي خدمتونو په رسولو کې مرسته وکړي.

نوموړي په پاتې ١٥ ولسواليو کې هم اوسني روغتيايي خدمات کافي و نه بلل او ويې ويل چې د کندهار نفوس ٢،٥ ميليونه تنو ته رسېږي خو امکانات ورته د ١،٥ ميليون نفوس لپاره ورکول کېږي چې په دې توګه نژدې نيمايي نفوس له روغتيايي او نورو اسانتياوو بې برخې دي.

د ده په خبره، هرې ولسوالۍ ته چې سفر کوي نو د خلکو لومړنۍ غوښتنه د روغتيايي خدماتو وي، چې بايد رسيدګي ورته وشي.

نوموړي دغه راز ټينګار وکړ چې د کندهار مېشتو کوچيانو لپاره دې هم روغتيايي اسانتياوې او ګرځنده روغتيايي مرکزونه په پام کې ونيول شي، ځکه کوچيان ډېر مهال له دې او نورو خدماتو بې برخې پاتې شوي.

د رېګستان او ښوراوک ولسواليو اوسېدونکي هم وايي، شاوخوا پنځلس کلونه کېږي چې ولسواليو د ګڼو نورو اسانتياوو تر څنګ د روغتيا په څېر د حياتي خدماتو بې برخې دي.

د دغو ولسواليو اوسېدونکي وايي، د دوى په سيمو کې د روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي له امله خپل ډېر عادي ناروغان هم د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د درملنې لپاره وړي چې هغوى له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ښوراوک ولسوالۍ يو اوسېدونکي نجيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټوله ولسوالي کې ان يو کلينک هم نشته، ځکه خو ډېرې عادي ناروغۍ هم د خلکو ژوند اخلي.

دى وايي، کندهار ښار ته غځېدلې لاره هم کنډ او کپر ده، ځکه خو خلک مجبور دي د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره پاکستان ته لاړ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع