کندهار (پژواک، ٢٦ غويى ٩٥): د کندهار زیات شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې ځیني کسان د طب په برخه کې مسلکي زده کړې او اړوند تحصيلي اسناد نه لري، خو د خلکو درملنه کوي.
هغوى دغه چاره د خلکو له ژوند سره لوبې ګڼي او د مخنيوي غوښتنه يې کوي.
د کندهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د دغه راز کسانو په اړه يې څو ځلې امنيتي ارګانونو ته رسمي مکتوبونه لېږلي او هڅه يې کړې چې د هغوى د ناقانونه فعاليت مخه ونيسي.
د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکي عبدالواسع پژواک خبري اژانس ته وويل، په کندهار کې ځيني کسان د طب په برخه کې زده کړې او تحصيلي اسناد نه لري، خو بيا هم د خلکو درملنه کوي.
هغه زياتوي، د دغه راز کسانو شمېر کم نه دى، بلکې د کندهار ښار په څنډو او نژدې ولسواليو کې په ښکاره فعاليت ترسره کوي.
دى وايي، له دې ډلې ځينو کسانو جعلي اسناد جوړ کړي او پر ځانونو يې د ډاکټرانو نومونه اېښي او ځيني بيا په پټه په درملتونونو کې د ناروغانو درملنه کوي.
د ده په باور، دغې چارې د يوه تجارت بڼه خپله کړې او دغسې غير مسلکي کسان يوازې په دې فکر کې دي چې څنګه پر خلکو خپل درمل وپلوري او له هغوى پيسې وشکوي.
نوموړى زياتوي: ((ډېره حيرانوونکې ده، په داسې حال کې چې دلته د عامې روغتيا رياست شته، قانون او نظام هم شته خو بيا هم غير مسلکي کسان د ډاکټرانو په نوم د ناروغانو درملنه کوي او له ژوند سره يې لوبې کوي.))
نوموړى له مسوولينو غوښتنه کوي چې د دغه راز ناقانونه بې اسنادو ډاکټرانو پر ضد قاطع اقدام وکړي.
د کندهار ښار د لويې ويالې يو بل اوسېدونکى حاجي عطاءالله هم وايي چې په دغه ولايت کې د ډاکټرانو په نومونو يو شمېر کسان چې په اصل کې هېڅ مسلکي زده کړې او اسناد نه لري، د ناروغانو درملنې چارې ترسره کوي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، له بده مرغه چې دغه راز کسانو د کلونو په تېرېدو د خلکو په منځ کې شهرت هم موندلى او خپل ناروغان د درملنې لپاره هغوى ته ورولي.
د ده په باور، له لويه سره نا امني، د قانون نه پلي کېدل او په ځينو برخو کې ګډوډۍ د دې لامل شوې چې ځيني کسان د خپلو دغه راز غير قانوني کړنو لپاره ښه فرصت ترلاسه کړي او د خلکو له مجبورۍ ناسمه ګټه پورته کړي.
خو نوموړى بيا هم د ملامتۍ ګوته اړوندو مسوولينو ته نيسي او وايي، عام خلک هومره پوهه او معلومات نه لري چې هغوى په رښتيا هم ډاکټران دي او که نه، ولې دا د حکومت دنده چې دغه راز کسان په نښه او رسوا کړي.
دى وايي، د ډاکټرانو په نوم دغه کسان چې مسلکي زده کړې او تحصيلي اسناد نه لري او په هيڅ وجه د ناروغۍ تشخيص نه شي کولاى، په خپلسرې توګه د درملو په ورکولو د انسانانو ژوند په خطر کې اچوي چې په جدي توګه يې بايد مخنيوى وشي.
د کندهار ښار د خوجک بابا سيمې يوه اوسېدونکي نيازمحمد پژواک ته د همدغسې يوه ډاکټر کيسه وکړه چې خپل ناروغ زوى يې د درملنې لپاره ور وستلى و.
دغه کس وويل: ((له کار څخه ناوخته کور ته راغلم، نهه کلن زوى مې ناڅاپي ناروغ شوى و او سخته تبه يې لرله، له خپل ګاونډي مې د نژدې ډاکټر پوښتنه وکړه، هغه خوجک بابا ته څېرمه په ده خواجه سيمه کې ارغنداب درملتون راوښود، خپل زوى مې همدغه درملتون ته بوت، هلته د درمل پلورونکي تر څنګ يو بل کس چې ځان يې ډاکټر ښوده، په ولاړه د ماشوم ناروغي وکتله او پرته له دې چې نسخه وليکي، پر مېز يې پنځه- شپږ ډوله درمل راته کتار کړل.))
دى وايي، کله چې يې ماشوم ته درمل ورکړل نو حالت يې نور هم خراب شو، ان چې پر ژوند يې ووېرېدل، وروسته يې خپل زوى ميرويس روغتون ته بوت او ډاکټر ته يې ټوله کيسه تېره کړه.
د ده په خبره، دى همالته پوه شو چې زوى يې د درملنې لپاره داسې چا ته وروستلى چې اصلاً ډاکټر نه دى؛ ځکه خو يې د ناروغۍ له تشخيص پرته ورته د بلې ناروغۍ درمل ورکړي وو.
د کندهار د عامې روغتيا رياست مسوولين هم مني چې دغلته يو شمېر کسان پرته له دې چې د طب په برخه کې زده کړې او اسناد ولري، په ناقانونه توګه د ناروغانو درملنه کوي، خو وايي دوى هم لاس تر زنې نه دي کښېناستلي، بلکې د دغه راز کسانو د فعاليت د مخنيوي هڅې يې کړې دي.
د ياد رياست د عامه اړيکو مسوول ډاکټر محمد نادر عسکر وايي، په وار وار يې په دې اړه ولايت مقام، امنيې قوماندانۍ او ملي امنيت ته مکتوبونه لېږلي او له هغوى يې مرسته غوښتې ده.
دى زياتوي، ځيني دغه راز غير مسلکي کسان يې څارنوالۍ ته هم معرفي کړي او له عامې روغتيا رياست سره يې ژمنه کړې چې په راتلونکې کې به د ناروغانو درملنه نه کوي، خو بيا هم په خپلو ناقانونه کړنو بوخت دي.
هغه وويل، بده دا ده چې دغسې کسان خلکو ته د منلو وړ دي، ځکه ځينې يې اوږده سابقه لري او په خلکو کې يې له تېرو شلو- دېرشو کلونو راهيسې نفوذ ډېر شوى.
دى وايي، دغه ستونزه يوازې په کندهار کې نه ده، بلکې دغسې سرغړونې په ټول هېواد کې شته.
خو نوموړي له دې هم انکار و نه کړ چې ګواکې دغه راز کسان به د خپل کاروبار د روان ساتلو لپاره له زورواکو سره شريک وي او يا به هم د ځينو دولتي اشخاصو ملاتړ لري.
د ده په خبره، دا د امنيتي ارګانونو دنده ده چې د هغوى د معرفي په صورت کې د دغسې کسانو په وړاندې قانوني اقدام وکړي او دغه راز خلک هم بايد همکاري وکړي او داسې کسانو ته د درملنې لپاره ورنه شي چې مسلکي زده کړې او د فعاليت قانوني جواز و نه لري.
عسکر يادونه وکړه چې د عامې روغتيا رياست د څېړنې ټيم په کندهار کې ١٥ دغسې موارد موندلي او د هغوى د مخنيوي په اړه يې اړوندو ارګانونو ته مکتوبونه لېږلي چې تحصيلي اسناد او جوازونه نه لري او په ناقانونه توګه فعاليت تر سره کوي.
په دې اړه مو د کندهار د امنيتي مسوولينو د نظر اخيستو هڅه وکړه خو بريالي نه شوو.
خو د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولايت مقام په دې برخه کې له عامې روغتيا رياست سره همغږى دى او د دغسې ناقانونه کړنو پر وړاندې به قانوني اقدام کوي.
هغه يادونه وکړه چې دغسې سرغړونې د منلو وړ نه دي او هېڅوک حق نه لري چې د خلکو له ژوند سره لوبې وکړي.
د ده په خبره، د کندهار د عامې روغتيا رياست نه يوازې د بې کيفيته درملو مخنيوى کړى، بلکې تل يې په خصوصي او دولتي برخه کې روغتيايي خدمات څارلي او د هغوى د معياري کېدو هڅه يې کړې ده.
پژواک هڅه وکړه، چې د يادو ډاکټرانو نظر واخلي، خو هغوى حاضر نه شول.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










