جلال اباد (پژواک، ۲۷ غويی ۹۵): چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په هغو سيمو کې به هم د واکسين کمپاينونه پيل شي چې ۱۵زره ماشومان په کې د پوليو واکسين له تطبيقه پاتې کېږي.
د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې ګوزڼ ضد واکسين ترسره کېږي، خو د پچيراګام، هسکې مينې، کوټ، اچين او نازيانو ولسواليو په ځينو سيمو کې د نا امنيو له امله دا زمينه نه ده برابره.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب کامه وال د غويي په ٢٧مه، د ياد کمپاين د پيل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، په څلور ورځو کې به کابو اوه سوه زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين وکړي.
کامه وال وايي: ((د ننګرهار په پنځه ولسواليو يو شمېر سيمو کې ۱۵ زره ماشومانو له دې واکسينو پاتې کېږي، د ځايي مشرانو او علماوو په هڅو به په دغو سيمو کې هم يادو واکسينو ته زمينه برابره شي.))
تېر کال د ننګرهار په شينوارو کې د ګوزڼ اوه پېښې ثبت شوې وې او کابو ۶۰ زره ماشومان له واکسين څخه پاتې شوي وو؛ خو سږ کال دغلته د پوليو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
د عامې روغتيا رييس وايي: ((په ټول ختيځ زون کې يوازې په کونړ ولايت کې د ګوزڼ درې پېښې شته دي، موږ هڅو کوو؛ څو د واکسينو په تطبيق سره يې د ويروس د انتقال مخه ونيسو.))
د هغه په وينا، د ګوزڼ ضد واکسين د دې څلور ورځني کمپاين پر مهال به په ختيځ زون کې يو ميليون ماشومانو ته واکسين تطبيق شي.
د ننګرهار د ديني عالم شيخ القران مولانا فضل الرحيم د کمپاين د پيل په مراسمو کې له کورنيو وغوښتل چې بايد خپل اولادونه واکسين کړي.
نوموړي زياته کړه: ((ځينی کسان شته چې د پوليو واکسين د نه کولو له امله معيبوبين شوي، دا واکسين د اسلام له نظر هېڅ مشکل نه لري، نو کورنۍ دې پر خپلو اولادونو رحم وکړي.))
د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي نويد شينواري پژواک اژانس ته وويل، د شينوارو په ځينو سيمو کې له کلونه راهيسې د ګوزڼ ضد واکسين نه دي ترسره شوي.
هغه وايي: ((موږ خبر يو چې سيمه ييز حکومت د قومي مشرانو په مټ هڅې پيل کړي چې ناامنو سيمو کې هم د ګوزڼ ضد واکسينو تطبيق شي، خو هيله لرو دا پروسه ګړندۍ شي.))
د نوموړي په وينا چې شينواري د ډيورنډ کرښې ته نږدې د خيبر پښتونخوا له ځينو هغو سيمو سره نږدې دي چې د ګوزڼ مثبت پېښې په کې ډېرې دي.
د نويد شينواري په خبره: ((ګوزڼ ساري ناروغي ده، زموږ حکومت بايد دې ته ډېره پاملرنه وکړي چې له تورخم را اوښتي ماشومان واکسين کړي څو دا ويروس دېخوا را انتقال نه شي.))
تر دې مخکې د ننګرهار روغتيايي چارواکو ويلي وو چې ننګرهار ته له پاکستان پر ګوزڼ اخته ماشومانو دا ويروس راانتقال کړی دی.
چارواکو دا هم ويلي وو چې په همدې موخه يې د تورخم په هډه او دروازه کې روغتيايي ټيمونه ګومارلي څو دېخوا راوښتونکو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










