کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٥) : د افغانستان د پرمختيايي کرکټ لوبډلې او د پاکستان د حبيب بانک کرکټ لوبډلو ترمنځ له شپږو سياليو څخه يې لومړۍ د چهارشنبې په ورځ کابل کې پيليږي.
په دې سياليو کې د ګډون په موخه د پاکستان د حبيب بانک کرکټ لوبډله چې په کې د پاکستان د ملي لوبډلې يو شمېر پخواني لوبغاړي هم شامل دي، دوه ورځې مخکې کابل ته را رسېدلې ده.
د دواړو لوبډلو لوبډلمشران نجيب الله ځدراڼ او عمران فرحت او د افغانستان کرکټ بورډ مسوولينو د غويي په ٢٨مه،د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې رسنيو ته د راتلونکو سياليو په اړه معلومات ورکړل.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وويل چې کابل د لومړي ځل لپاره د کرکټ په ډګر کې د يوې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب کوي.
هغه زياته کړه : (( زه د حبيب بانک لوبډلې ته ښه راغلاست وايم او د پاکستان کرکټ بورډ او حبيب بانک له مسوولينو مننه کوم، چې دوی ته يې افغانستان ته د راتګ اجازه ورکړه.))
دانش وويل، چې دا لوبې د دوستۍ تر نامه لاندې ترسره کېږي او هيله يې څرګنده کړه چې مېلمه لوبـډله به له افغانستان څخه ښې خاطرې له ځانه سره يوسي.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي وويل چې د حبيب بانک لوبډلې مشري د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانى پياوړى لوبغاړى عمران فرحت کوي.
هغه زياته کړه چې دوى به له افغان پرمختيايي لوبـډلې سره د کابل په نړيوال لوبغالي کې دوه څلور ورځنۍ او څلور يو ورځنۍ لوبې وکړي.
ده زياته کړه : " له دغو سياليو څخه زموږ موخه په افغانستان کې د نړيوالو سياليو کلتور ته وده ورکول دي او په دغه درشل کې به موږ تل د ډېرو لاسته راوړنو لپاره پراخې عملي هلې ځلې وکړو."
د پاکستان د حبيب بانک لوبډلې لوبډلمشر عمران فرحت وويل : ((موږ دلته د تجربو او زده کړو تبادلې لپاره راغلي يو، زه باوري يم چې د افغانستان پرمختيايي لوبډلې پر وړاندې به ښه لوبه ترسره کړو.))
نوموړي وويل چې دلته يې تود هرکلى او ښه مېلمه پالنه شوې او هيله يې څرګنده کړه، چې ددې ځاى مينه وال به له سياليو ښه خوند واخلي.
د افغانستان پرمختيايي لوبډلې لوبډلمشر نجيب الله ځدراڼ وويل "زموږ په پرمختيايي لوبډله کې ډېرى ځوان لوبغاړي ګډون لري او انشاءالله سيالې لوبډلې ته به په ټولولوبو کې ماتې ورکړو.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










