منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۵ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ لوبډلې د “ننګرهار اتلانو” سيالۍ وګټلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۹ غويی ۹۵): د ننګرهار د اتلانونو کرکټ په پايلوبه کې کونړ لوبډلې، ختيځ اکاډمۍ ته په ماتې ورکولو سره د "ننګرهار اتلانونو سيالۍ" د بريا کپ خپل کړ.

دا سيالۍ ۱۳ ورځې مخکې د ۱۰ کلبونو تر منځ د جلال اباد په ښار د بهسودو په لوبغالي کې پيل شوې وې او تېر ماښام ناوخته پای ته ورسېدې.

د ننګرهار د کرکټ بورډ مشر بختيار ساحل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پایلوبه کې لومړۍ لوبه د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ وکړه او سيالې لوبډلې ته يې په ۲۰ اورنو کې ۱۳۳ منډې هدف وټاکه.

د ننګرهار اکاډمۍ له لوبغاړو نسيم سرخرودي ۴۰ منډې وکړې؛ خو نور لوبغاړي يې ژر ژر وسوځېدل.

عبيدالله کونړی په توپ اچونه کې د سيالې لوبډلۍ هغه لوبغاړی و چې پنځه ويکټې يې واخيستې او په ښه توپ اچونه يې د ختيځ کرکټ اکاډمۍ توپ وهونکي کابو کړل.

بختيار ساحل وايي چې د کونړ لوبډلې ياد هدف په ۱۹ اور کې پوره کړ او يادې سيالۍ يې پر خپلې بريا سره پای ته ورسولې.

د کونړ له لوبډلې خيبر عمر هغه لوبغاړی و چې نيمه سليزه يې پوره کړه او ناسوځېدلی پاتې شو.

د يوه بل خبر له مخې، نن په جلال اباد کې د لومړي درجه ولايتونو تر منځ د کرکټ يو ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.

د افغانستان د کورني کرکټ مشر جار عبدالرحيمزي په دې تړاو خبري کنفرانس کې وويل چې دا سيالۍ به څو اوونۍ دوام وکړي او د کرکټ لومړی درجه ولايتونه به په کې لوبېږي.

ده زياته کړه چې په دې سياليو کې د پکتيا، لغمان ، ننګرهار، خوست، کونړ، کابل، کندهار، بلخ، کاپيسا او زابل لوبډلې برخه اخلي.

عبدالرحيمزي وايي: ((له دې لوبو زموږ يو هدف دا دی چې ځوانو لوبغاړو ته د لوبې کولو موکې برابرې شي.))

اخوا د ننګرهار د کرکټ بورډ مسوول بختيار ساحل وويل دا لوبې به د بهسودو او غازي اماالله خان د کرکټ په لوبغالو کې ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې