کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): د افغان پرمختيايي لوبډلې او پاکستان حبيب بانک لوبډلې ترمنځ د کرکټ لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه مساوي پاى ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غبرګولي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا څلور ورځنۍ لوبه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، د لوبې پچه د حبيب بانک لوبډلمشر عمران فرحت وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه؛ د حبيب بانک لوبـډلې په خپل لومړي اننګز کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو ٥٠٧ منډې جوړې کړې.
د حبيب بانک له لوري امام الحق او نعمان انور په زړه پورې لوبه وکړه، امام ۱۳۱ او نعمان ۱۳۰ منډې جوړې کړې. دغه راز لوبډلمشر عمران فرحت هم ۸۵ منډې جوړې کړې.
د افغان توپ اچوونکو له لوري ظاهر خان پکتين د سيالې لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول.
هوتک وايي، افغان پرمختيايي لوبډلې په لومړي وار توپوهنه کې زړه راښکونکې لوبه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره يې ۶۱۵ منډې جوړې کړې .
د افغانستان له لوري ناصر جمال، جاوېد احمدي، افسر ځاځي او رحمت شاه په زړه پورې لوبه وکړې؛ ناصر جمال ۲۰۵، جاوېد احمدي ۱۴۹، افسر ځاځي ۸۵ او رحمت شاه ۸۰ منډې جوړې کړې.
له دې سره افغان پرمختيايي لوبډله د ۱۰۸ منډو په توپير سره پر حبيب بانک لوبډلې مخکښه شوه.
د حبيب بانک لوبډلې د دې لوبې په څلورمه ورځ په دوهم وار توپوهنه کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې، خو د څلورمې ورځې پاى ته رسېدلو سره سم دا لوبه مساوي پاى ته ورسېدله.
د افغان توپ اچوونکو له لوري ظاهر پکتين يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او د سيالې لوبډلې درې لوبغاړي يې وسوځول.
ناصر جمال د ۲۰۵ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړي وټاکل شو چې د چارو ادارې مرستيال نعمت الله ساير له خوا ورته ډالۍ او کرکټ بورډ ادارې له لوري لس زره افغانۍ نقدي جايزه هم ورکړل شوه.
له لوبې څخه وروسته د خبري ناستې په ترڅ کې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې لوبډلمشر عمران فرحت د پاکستان ملي لوبډلې په ګډون پر نورو بهرنيو لوبډلو غږ وکړ، چې په افغانستان کې له افغان لوبډلو سره د سياليو ترسره کولو لپاره راشي.
د هغه په وينا، افغان کرکټ بورډ د بهرنيو لوبډلو په څېر په مسلکي توګه کوربه توب کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










