کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): په پکتيکا کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى خو که مخنيوى يې ونه شي دغه شمېر به نور هم ډېر شي.
د دغه ولايت د عامې روغتيايي د چارواکو په وينا، څو کاله وړاندې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر نږدې صفر و خو اوس ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی.
دا په داسې حال کې ده چې يواځې د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ يو روغتون دى چې په هغه کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو درملنه په کې کېږي.
د ياد روغتون مشر ډاکتر حيات شاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه روغتون شپږ مياشتې مخکې فعاليت پيل کړى دى.
هغه زياته کړه: ((موږ دلته يواځې د شلو مريضانو لپاره بستر لرو، خو اوس په پکتيکا کې د معتادينو شمېر شپږ سوه کسانو ته رسېدلى دى.))
ده وويل که په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو او بېکارۍ مخه ونه نيول شي نو ورځ تر بلې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شي.
د هغه په وينا، هره ورځ د پکتيکا له بېلابېلو سيمو پر نشه يې توکو روږدي کسان دغه روغتون ته مراجعه کوي خو د امکاناتو د کموالي له امله نه شي کولاى ټولو ته په يو وخت کې ورسېږي.
حيات وايي چې په دغه روغتون کې تر اوسه د لسګونو کسانو درملنه شوې او بېرته له خپلو کورنيو سره يو ځاى شوي دي.
د ميرام ګل په نوم يو تن چې په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دى، پژواک ته وويل چې شاوخوا يو کال وړاندې د پوډرو په څکولو روږدى شوى دى.
هغه وايي: ((په سروبي ولسوالۍ کې مې دوکان درلود، خو له بدو خلکو سره مې ناسته شوه نو مخدره موادو ته مې مخه کړه، کله چې زه پوډري شوم نو ورور مې زه له دوکان څخه هم وشړلم.))
هغه زياته کړه چې دغه روغتون ته يې درملنې په موخه مراجعه کړې او هيله من دى چې هر څه ژر جوړ او بېرته له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شي.
دغه راز يو بل کس دراز خان پژواک ته وويل چې څلور کاله وړاندې په زېړوک ولسوالۍ کې پر نشه يې توکو روږدى شوى دى.
دراز خان وايي: ((څلور کاله کېږي چې زه اپين او د نشې ګولۍ استعمالوم، د دې نشې له لاسه مې ښځه، مور او پلار او اولادونه ټول را نه پردي شوي دي.))
هغه وايي، له ځان سره يې ژمنه کړې چې تر جوړېدو وروسته به کله هم نور دغه توکي نه استعمالوي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى دى.
هغه وايي چې په هېواد کې نا امني، بېوزلي، وزګارتيا او د نشه يې توکو کښت د دې لامل شوى چې ګڼ شمېر ځوانان دغو توکو ته مخه کړي.
ده وويل: ((موږ له امنيتي ځواکونو غوښتنه کوو چې د دې پديدې په له منځه وړو کې له موږ سره مرسته وکړي او موږ کوښښ کوو چې په دې برخه کې د همکارۍ لپاره د رضاکارانو يوه ډله هم جوړه کړو.))
ولي ګل وايي چې د عامې روغتيا له وزارت سره يې په اړوند برخه کې خبرې کړې او هغوى ورسره د نورو امکاناتو د ورکولو ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ په ټول هېواد کې شاوخوا درې ميليونه کسان پر نشه يي توکو روږدي شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










