کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۵): د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د پاکستان حبیب بانک او افغانستان پرمختیایي لوبډلو ترمنځ د دوه څلور ورځنیو سیالیو لړۍ د افغانستان په بریا پای ته ورسیده.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د غبرګولي په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه مساوي پای ته رسیدلې وه او دویمه څلور ورځنۍ لوبه نن افغانستان وګټله.
هغه زیاته کړه، چې افغان پرمختیایي لوبډلې ددویمې څلور ورځنۍ لوبې په لومړي اننګز کې ۳۹۴ منډې جوړې کړې، لوبډلمشر احسان جنت ۱۴۱، طارق ستانکزي ۷۷ او شوکت زمان ۵۹ منډې وکړې.
د پاکستان حبیب بانک لوبډله په لومړي اننګز کې یوازې ۱۵۰ منډې جوړې کړې او له دې سره افغان پرمختیایي لوبډله د ۲۴۴ منډو په توپیر پر حبیب بانک لوبډلې مخکښه شوه.
افغان پرمختیايي لوبډلې د خپلې توپوهنې په دوهمه پاڼۍ کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۳۶ منډې جوړې کړې او له دې سره پر سیالې لوبډلې د ۴۸۰ منډو په توپیر مخکښه شوه. د پرمختیايي لوبډلې توپوهونکو له لوري منیر احمد ۱۰۲ منډې جوړې کړې.
د حبیب بانک لوبډلې د خپلې توپوهنې په دوهمه پاڼۍ کې چې د څلورمې ورځې تر پایه وغځیده، د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۱۶ منډو په توپیر افغان پرمختیایي لوبډلې ته وبایلله.
د افغان پرمختیایي لوبډلې توپ اچونکو له لوري ظاهر خان پکتین ۶ او آفتاب عالم ۲ لوبغاړي وسوځول.
ظاهر خان ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش لخوا پر لوبغاړو کپونه او نور انعامونه وویشل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










