منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۸ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار او لغمان د کرکټ ولايتي سياليو پاى لوبې ته ووتل

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۱ کتنې

کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٥) : د ننګرهار او لغمان لوبډلو د سيد جمال الدين افغان د لومړۍ درجې ولايتونو د کرکټ يو ورځنيو سياليو پاى لوبې ته ووتل.

د کرکټ د لومړۍ درجې لسو ولايتونو لوبډلو ترمنځ يو ورځنۍ سيالۍ د ننګرهار ولايت په غازي امان الله خان او بهسودو لوبغالو کې روانې دي.

په دې سياليو کې له الف ګروپ څخه د ننګرهار ، خوست، کندهار، کاپيسا، بلخ  اوله ب ګروپ څخه د لغمان، پکتيا، کابل، کونړ او زابل لوبډلو اخيستې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غبرګولي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له الف ګروپ څخه ننګرهار او خوست او له ب ګروپ څخه لغمان او پکتيا ولايتونو نيمه پاى لوبو يا سيمي فاينل ته لاره موندلې وه.

هغه زياته کړه، چې نن لومړۍ نيمه پاى لوبه د لغمان او خوست ترمنځ ترسره شوه، چې د لغمان په بريا پاى ته ورسېده.

ددې لوبې پچه لغمان ګټلې وه، خو خوست ولايت ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. د خوست لوبډلې په ٤٩ اوورونو کې ٢٣٣ منډې جوړې کړې، له دوى څخه رحيم منګل ٥٣ او رحمان ګل ٤٠ منډې جوړې کړې او د لغمان له لوري طاهر خان ٤ او عبدالناصري درې لوبغاړي وسوځول.

د لغمان لوبډلې ياد هدف په ٤٨ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله، د لغمان له لوري خيبر عمر ٥٦، جاوېد احمدي ٤٣ او مرتضى خان ٤١ منډې جوړې کړې.

خيبر عمر ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

فريد هوتک وايي  چې تر غرمې وروسته دويمه لوبه د پکتيا او ننګرهار ترمنځ ترسره شوه، چې د ننګرهار په بريا پاى ته ورسېده.

د ننګرهار ټوله لوبډله په ٤٢ اوورونو کې په ٢١٢ منډو وسوځېدله، د دوى له لوري طارق ٦٩ او کريم صادق ٥٠ منډې جوړې کړې.

د پکتيا لوبډله په ٤٨ اوور کې په ١٨٩ منډو وسوځېدله او دغه راز ننګرهار دا لوبه د ٢٢ منډو په توپير سره وګټله.

د ننګرهار له لوري فريد احمد او باطن شاه ٣، ٣ او ضمير خان دوه لوبغاړي وسوځول. طارق چې ٦٩ منډې يې جوړې کړې، د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د دې سياليو پاى لوبه د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ١٠مه، د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې