منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

معلول ځوان چې پوهنتون ته يې لار موندلې: د بريا لار ټولو ته پرانيستې ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۹۱ کتنې

کابل (پژواک،١٠ غبرګولى ٩٥): يو معلول ځوان چې په ډېر زيار يې ښوونځى پاى ته رسولى او د کانکور ازموينه کې په ګډون سره کابل پوهنتون ته يې لار موندلې ده، وايي چې معلولين هم وړتيا لري؛ د بريا لار د ټولو لپاره پرانيستې ده.

٢٥کلن حسيب الله شهابي چې د پنجشېر اوسېدونکى دى، له جنيټيکي اړخه يې دواړه پښې فلج دي او د خپل عمر ډېره برخه يې د لاسونو په مرسته پر ځمکه تللى دى.

دا معلول خو هيله من  او هوډمن ځوان چې اوس د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د دويم کال محصل دى، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: "څو مياشتې کېږي چې له ولچر نه استفاده کوم؛ خو له دې مخکې مې د تګ راتګ وسيله نه درلوده او د لاسونو په مرسته مې پر ځمکه ځان کشاوه."

حسيب زياته کړه: "د لارې په اوږدو کې مې څو ځله دمه کوله او بيا به مې  د ليليې او پوهنځي ترمنځ مزل کاوه."

نوموړي زده کړو ته د دوام په اړه  خپل هوډ داسې بيان کړ: "خپلو زده کړو ته به دوام ورکړم، څو ښه دنده ترلاسه کړم او خپل هېواد ته خدمت وکړم."

حسيب شهابي پوهنتون ته لار موندل  د يوې هيلې په توګه ياد کړل او ويې ويل: "کابل پوهنتون يو مشهور تحصيلي بنسټ دى او يوه هيله مې دې ځاى ته لار موندل و، څو وکولى شم خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او له نېکه مرغه خپلې دې هيلې ته ورسېدم."

دا معلول ځوان د زياتو ستونزو ترڅنګ د دې ورپېښې روغتيايي ستونزې له امله وويل، چې د ځان او افغانستان راتلونکې ته هيله من دى.

د نوموړي په اند، افغانستان تر ډېره تحصيل کړو ځوانانو ته اړتيا لري او په دې برخه کې معلول کسان هم بايد د زده کړو ترلاسه کولو له لارې د ځان او هېواد راتلونکې لپاره کار وکړي.

شهابي زياته کړه: "دا چې موږ فزيکي کارونه نه شو کولى، بايد د زده کړو له لارې ځان مناسب ځاى ته ورسو."

حسيب چې په ١٣٩٣کال کې د ٢٨٤ نومرو په ترلاسه کولو د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي ته لار موندلې ده، وويل: "غوښتل مې د حقوقو پوهنځى ولولم؛ خو په هر حال د کرنې رشته مى هم خوښېږي او غواړم چې پاى ته يې ورسوم."

هغه د دې مطلب په څرګندولو سره چې ورزش په ځانګړې توګه له فوټبال سره مينه لري، وويل چې د بدني کمزورتيا له امله نه شي کولى په عملي توګه ورزش وکړي، خو د دې ترڅنګ د ريال ماډريډ لوبډلې سخت مينه وال دى.

حسيب چې واده يې نه دى کړى، اوسمهال د پوهنتون ليليه کې اوسېږي، وايي چې د لس کسيزې کورنۍ غړى دى او يوه مشره خور او ورور يې هم دا صحي ستونزه لري او له معلوليت څخه ځورېږي.

دې معلوم ځوان يادونه وکړه چې د اقتصادي ستونزو له امله يې څو ځله هڅه وکړه، چې د معاش ترلاسه کولو لپاره د معلولينو خاص کارت ترلاسه کړي؛ خو د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت له دې امله چې هغه له مور نه پيدا شوى معلول دى، غوښتنې ته يې مثبت ځواب نه دى ورکړى.

د دې ترڅنګ حسيب شهابي يادونه وکړه چې له ولسمشر نه له دې امله مننه کوي چې ده ته يې ليليه کې د اوسېدو اسانتيا برابره کړه.

د حسيب لېوالتيا، مينې او هوډ استادان او د هغه ټول دوستان هک پک کړي دي او ټول يې ستايي.

د کرنې پوهنځي يوه استاد شمس الرحمان شمس وويل: "حسيب له ټولو ستونزو سره سره، هره ورځ په خپل وخت درسونو ته حاضرېږي او خپلو درسونو کې تل زيار باسي، هغه هېڅکله ځان له نورو کم نه ګڼي او دا يې يوه مثبته ځانګړنه ده چې د نورو محصلينو په نسبت چې د روغتيا له اړخه ستونزه نه لري، ځان کم نه احساسوي."

سعيد زمان چې د حسيب د دوستانو له ډلې او د کرنې پوهنځي محصل دى، وويل: "دوه کاله کېږي چې له حسيب سره اشنايي لرم؛ خو په دې موده کې مې له نوموړي يوه بده خبره هم نه ده اورېدلې؛ هغه يو لايق محصل هم دى."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه