منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار د کرکټ د ولايتي سياليو اتلولي خپله کړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): ننګرهار د کرکټ د سيد جمال الدين افغان الکوزي جام يو ورځنيو سياليو په پاى لوبه کې لغمان ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ۱۰ غوره او مخکښو ولايتي لوبډلو تر منځ د کرکټ پنځوس اوريزې لوبې له تېرو نږدې دوو اونيو راهيسې پيل شوې وې، د دې سياليو پاىلوبې ته د ننګرهار او لغمان لوبډلو لاره موندلې وه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژاسن ته وويل چې د دې سياليو پاى لوبه د کابل په الکوزي نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه چې پچه يا ټاس يې د ننګرهار لوبډلې لوبډلمشر وګټله او لغمان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

هغه وايي، د لغمان لوبډلې په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۵ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۳۶ منډوف هدف ورکړ.

د لغمان له لوري توپوهنه کې وحيدالله شفق په زړه پورې لوبه وکړه او ۹۵ تېزې منډې يې جوړې کړې، دغه راز قسيم اورياخېل هم ۳۱ منډې جوړې کړې، د ننګرهار له لوري کريم خان صادق او باطن شاه عبدالرحيمزي څلور، څلور لوبغاړي وسوځول.

هوتک وويل چې د ننګرهار لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٣٤ اوور کې د يو لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه کړ، لوبه يې وګټله او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د ننګرهار له لوري ملي لوبغاړي کريم خان صادق او شبير نوري دواړو په زړه پورې لوبې وکړې، کريم صادق د ٧ شپږيزو او ٩ څلوريزو پر مټ ١٠١ او شبير نوري د يوې شپږيزې او ١٣ څلوريزو پر مټ ١٠٦ نا سوځېدلې منډې جوړې کړې. نجيب تره کي ٢٥ منډې ترلاسه کړې.

کريم خان صادق د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د ننګرهار لوبډلې ته د اتلولۍ مبارکي وويله او د دويم مقام لوبډلې ښې لوبې يې هم وستايلې.

دانش زياته کړه، د افغانستان کرکټ بورډ اداره کورني کرکټ ته ډېره پاملرنه کوي؛ ځکه چې له کورني کرکټ څخه ملي لوبډلو ته پياوړي لوبغاړي ترلاسه کېږي.

د کرکټ بورډ اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزي هم په خپل وار دواړو لوبډلو ته مبارکي ورکړه او په نننۍ لوبه کې يې د کريم صادق، شبير نوري او وحيد الله شفق د لوبو ستاينه يې وکړه.

ستانکزي زياته کړه: ((موږ د پرمختګونو لپاره چې کومې موخې لرو، تر ډېره بريده په خپلو موخو کې بريالي شوي يو، ډېر ژر به ګران هېوادوالو زموږ د هڅو او هلو ځلو پايلې پر خپلو سترګو وګوري.))

د مراسمو په پاى کې ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او لوبغاړو ته جايزې ورکړل شوې.

 د خوست لوبډلې لوبغاړى مجيب ١٦ لوبغاړو سوځولو سره ددې سياليو غوره توپ اچوونکى او د لغمان ناصر عمر ٤٠٠ منډو ترلاسه کولو ددې سياليو غوره توپوهونکى اعلان شو.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پر دې بريا مبارکي ورکړې او ژمنه يې کړې، چې د ننګرهار لوبډلې ته به  ددې بريا په وياړ جايزې ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې