لښکرګاه (پژواک ۱۱ غبرګولی۹۵): د هلمند يو شمېر اوسېدونکي او د عامې روغتيا مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ناروغانو د ډېروالي له امله د هلمند ملکي روغتون د بسترونو له کمښت سره مخ دی.
ځايي روغتيايي چارواکي وايي چې په ملکي روغتون د ١٥٠ بسترو ظرفيت لري، خو دوى تر ٣٠٠ پورې ناروغانو ته په ستونزمنو حالاتو کې د بستر کولو زمينه برابره کړې ده.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عنايت الله غفاري وايې، د هلمند مرکزي روغتون بُست د ۱۵۰ بستره ځای لري چې د اړتيا د پوره کېدو په موخه يې اوس ۳۰۰ بستره ځای پر ځای کړي دي.
د ده په وينا، له ٣٠٠ بسترو سره هم ستونزه نه هوارېږي؛ ځکه چې دوى ته هره ورځ ګڼ ناروغان او ټپيان ور وړل کېږي.
غفاري پژواک اژانس ته وويل، له يوې خوا د نا امنيو له امله ډېر ټپيان ورته ور وړل کېږي له بلې خوا په اوسني موسم کې پر لويانو سربېره د ماشومانو ډول ډول ناروغۍ هم را منځته کېږي چې له امله يې مراجعين زيات شوي او دوى نه شي کولو د ټولو ښه درملنه وکړي.
د عامې روغتيا رييس وويل چې دغه راز په دغه روغتون کې د ښو خدمتونو له امله له نورو ولسواليو او نږدې ولايتونو ناروغان هم دلته راوړل کېږي.
غفاري وايي چې دا مهال د ولايت په کچه ۸۷ روغتيايي مرکزونه د ولايت په مرکز او ولسواليو کې فعاليت کوي چې ځينې يې د موسسو او ځیني نور د عامې روغتيا له خوا حمايه کېږي.
د هغه په وينا، په يادو ۸۷ روغتيايي کلينيکونو کې يې ۱۲ ودانۍ نه لري، ځيني يې ګرځنده دي او ځيني يې په کرايې کورونو کې فعاليت کوي.
د عامې روغتيا رييس ډاکتر عنايت الله غفاري وايي چې دغه راز دوه د روږدو لپاره فعال روغتونونه لري چې يو يې ٥٠ او بل يې ٢٠ بستريز دي.
ده وويل چې يواځې په سنګين ولسوالۍ کې يو روغتون تړل شوى او نور ټول فعال دي او د خلکو درملنه کوي.
غفاروي زياتوي، په هغو سيمو کې چې امنيت يې نسبتاً ښه دى، د مياشتې تر دوو زرو پورې د ناروغانو درملنه کېږي.
د هغه په وينا، په ځینو سيمو کې چې جګړې وي، هلته د د لنډې مودې لپاره روغتون يا کلينيک وتړل شي، خو د جګړې له ختمېدو سره سم بېرته پرانيستل شي.
د عامې روغتيا رييس وايي چې په ټوليزه توګه په دې ولايت کې د عامې روغتيا پر وړاندې ستونزې او ننګونې ډېرې دي.
ډاکتر غفاري بله ستونزه د تشکيل کمښت په ګوته کړه او ويې ويل چې له دې امله يې کله ناکله کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.
د هغه په وينا، د همدې ستونزو له امله دوى نه شي کولى چې خلکو ته معياري روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
دى وايي چې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې ٣٠ امبولانسونه دي چې ډېرى مهال د جګړې د قربانيانو په لېږدولو کې ترې ګټه پورته کېږي.
بلخوا د دغه ولايت اوسېدونکي له روغتيايي خدماتو خوښ دي، خو د ځينو ستونزو يادونه هم کوي او د هواري لپاره يې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
د نادعلي ولسوالۍ د لوی نري مانده سيمې اوسېدونکی سميع الله وايي، پلار يې ناورغ دی او په بست روغتون کې يې بستر کړی، درمل يې ښه دي، خو ستونزه يې دا ده چې شپې له پلوه نوکريوال ډاکتران خپل مسووليت سم نه ترسره کوي.
هغه وايي، د شپې له مخې له ناروغانو سره راغلي کسان په ډاکترانو پسې ګرځي دوی په خپله هڅه نه کوي چې د ناروغ پوښتنه او څارنه وکړي.
د ناوې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي واصل احمد پژواک ته وويل چې د ولسواليو روغتيايي مرکزونه ډېر مجهز نه دي چې له امله يې خلک اړ شوي، په سختو شرايطو کې خپل ناروغان د ولايت مرکز ته ولېږدوي.
خو هغه په مرکزي روغتون کې له روغتيايي خدماتو خوښي څرګنده کړه.
هغه د ښځينه ناروغانو ستونزه هم يادوي او وايي، چې په نسايي او ولادي څانګه کې نرسانې له ناروغانو سره سم چلند نه کوي.
واصل احمد وايي، نرسانې خلکو ته د غربت او چټلتيا پيغورونه ورکوي، وايي چې جامې مو خرابې دي او نور بد رد هم ورته وايي.
د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکى ګل احمد هم پژواک ته وويل چې د روغتون په هر بستر کې دوه درې ناروغان پراته وي.
د هغه په وينا، د عادي ناروغانو تر څنګ په دغه ولايت کې د جګړو له مله ټپيان هم ډېر دغه روغتون ته ور وړل کېږي.
ده له حکومته وغوښتل چې ناروغانو او ټپيانو ته په کتو سره د دغه ولايت ملکي روغتون ته دې پراختيا ورکړي.
د هلمند ولايتي روغتون مشر نثاراحمد بارک پژواک ته وويل چې هره ورځ دغه روغتون ته د درې سوو په شاوخوا کې ناروغان مراجعه کوي.
هغه وايي چې د يادو ناروغانو له ډلې يو شمېر بسترولو ته اړتيا لري خو ځيني نور يې بيا تر درملنې وروسته رخصتېږي.
بارک زياتوي: ((موږ په دغه روغتون کې هره ورځ د ٤٠ په شاوخوا کې يواځې د نسايي او ولادي برخې ناروغان لرو چې په منځني ډول څلور تنه يې عمليات کېږي.))
ده وويل چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې دغه روغتون ته د بې پولې ډاکترانو له خوا اړين امکانات ورکول کېږي.
بارک زياتوي: ((همدا لامل دى چې زموږ د خدماتو کيفيت ډېر لوړ شوی، پر هلمند سربېره، د کندهار د نږدې ولايتونو، اروزګان، فراه، دايکنډي او نيمروز ولايتونو څخه هم مراجعين راځي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه روغتون ١٦١ دولتي او ٨ سوه قراردادي کارکوونکي لري چې ٢٥٠ تنه يې ښځينه دي، چې قراردادي کارکوونکو ته د بې پولې ډاکترانو له خوا مياشتنۍ تنخواوې ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










