جلال اباد (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۵): په ننګرهار ولايت کې د معلولينو د فزيکې درملنې مرکز جوړېږي چې د معلولينو د بدن د مصنوعي غړو د جوړېدو تر څنګ به په کې فزيکي درملنه هم کېږي.
د ننګرهار والي او سيمه ييزو چارواکو د غبرګولي په ۱۱مه د جلال اباد په پنځمه ناحيه کې د "ننګرهار روغتيايي کمپلېکس" دننه د ياد مرکز د بنسټ ډبره کېښوده.
سليم خان کندوزي وويل، ياد مرکز پر شاوخوا يو جريب ځمکه د سويډن کمېټې د ۳۰ ميليونه افغانيو په مالي مرسته په يوه کال کې جوړېږي.
هغه زياته کړه، په دغه مرکز کې به د خيتځ زون په کچه په درېیو برخو کې فعاليت ترسره شي چې د معلولينو لپاره به په کې مصنوعي غړي، د تګ راتګ وسايل او د نورو درملنې چارې کېږي.
د کندوزي په وينا، د دغه مرکز په جوړېدو به د ختيځ زون معلولينو ډېرې ستونزې هوارې او د زر بستريز روغتون په جوړېدو به د زون په کچه د نورو ناروغانو د درملنې ستونزه حل شي .
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال وويل: ((په دغه مرکز کې د معلولينو درمنله او د بدن مصنوعي غړي جوړېږي، موږ د ننګرهار په روغتون کې دغسې يو مرکز لرو خو ساحه يې ډېره کمه ده.))
هغه وايي، د ياد مرکز په جوړېدو به ډېرې اسانتياوې برابرې شي.
بلخوا د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد وويل، په دغه ولايت کې شاوخوا شپږ زره معلولين ثبت دي چې په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتيا لري .
شېرزاد خوښي وښوده چې د معلولينو لپاره د دغه مرکز جوړېدل به ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










