کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د افغانستان پرمختيايي کرکټ لوبډلې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې ته په دويمه يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
دا لوبه چې پرون د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه يې افغان لوبډلې وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورد وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان د حبيب بانک لوبـډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۹ جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يې د ۲۲۰ منډو هدف ورکړ.
د پاکستان د حبيب بانک له لوري امام الحق يو ځل بيا په زړه پورې لوبه وکړه او ٨٥ منډې يې جوړې کړې، د افغان پرمختيايي لوبـډلې له لوري شرف الدين اشرف ٣، جاوېد احمدي او رحمت شاه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان پرمختيايي لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو سره په يو څلوېښتم اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغان لوبډلې لوبډلمشر نجيب الله ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه او ٦٣ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې، دغه راز حشمت الله شهيدي ٥٧ ، رحمت شاه ٣٩ او جاوېد احمدي ٣٧ منډې جوړې کړې.
نجيب الله ځدران د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د پاکستان حبيب بانک لوبډلې لوبډلمشر عمران فرحت د افغان لوبغاړو د لوبو ستاينه وکړه او ويې ويل چې هغوى ډېره ښه مسلکي لوبه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې لوبډلمشر نجيب ځدران وويل چې دوى دې لپاره ښه پلان جوړ کړى و او ټولو لوبغاړو له ځانه وړتيا وښودله.
د يادونې وړ ده چې، لومړى يو ورځنۍ لوبه د پاکستان حبيب بانک لوبډلې ګټلې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










