فيروزکوه(پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٥): د غور چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې په پسابند ولسوالۍ کې درې پوليس وژل شوي او ١٢نور ټپيان دي .
د غور والي غلام ناصرخاضع د غبرګولي په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه يوه بجه وسله والو طالبانو د پسابند ولسوالۍ بازار ته نږدې د پوليسو يوه پوسته نيولې ده .
هغه وويل چې وسله والو د جنګ جاى په سيمه کې پر پوسته د درنو او سپکو وسلو بريد کړ ى او اوس هم جګړه دوام لري .
ده زياته کړه چې په دې بريد کې درې پوليس وژل شوي ، ١٢ ټپيان دي او يو لادرکه دى .
هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ، خو دقيق شمېر يې تراوسه نه دى معلوم .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.