کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د افغانستان پرمختيايي کرکټ لوبډلې په څلورمه يوه ورځنۍ لوبه کې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د څلورو لوبو لړۍ دوه په دوه برابره شوه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غبرګولي په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د افغانستان پرمختيايي لوبـډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، نن سهار د باران له امله دا لوبه ٤٠ اورونو ته ټيټه شوې وه. د افغان توپ اچوونکو له امله د پاکستان د حبيب بانک لوبډلې په ټاکل شويو ٤٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدلو سره ٢٢٧ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٢٨ منډو هدف ورکړ.
د حبيب بانک له لوري محمد وقاص ٦٧ او امام الحق ٥٠ منډې جوړې کړې، د افغان پرمختيايي لوبډلې له لوري نجات مسعود او سيد شېرزاد درې درې لوبغاړي وسوځول.
د هوتک په وينا، د افغانستان پرمختيايي لوبډلې ياد هدف په څلوېښتم اور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د پرمختايي لوبډلې له لوري افسر ځاځي ٦٧ او عمران جنت ٥٧ منډې جوړې کړې.
د افغان پرمختيايي لوبډلې افسر ځاځى د دې لوبې او د حبيب بانک لوبغاړى امام الحق د سياليو د دې لړۍ غوره لوبغاړي اعلان شول.
د دې لوبې د پاى په مراسمو کې د پاکستان سفير ابرار حسين، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس، د ملي شورا غړو او دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.
د پاى لوبې نندارې ته زرګونه مينه وال د کابل نړيوال کرکټ لوبغالي ته راغلي وو.
د حبيب بانک لوبډلې کپتان عمران فرحت د افغانانو له ښې مېلمه پالنې مننه وکړه او ويې ويل، د دې سياليو پر مهال افغان لوبغاړو له ځانه ښه وړتيا وښوده.
تر دې مخکې د پاکستان د حبيب بانک لوبډلې دوه او افغان پرمختيايي لوبډلې يوه يوه ورځنۍ لوبه ګټلې وه.
خو د افغانستان پرمختيايي لوبډلې د څلور ورځنيو لوبو لړۍ يو پر صفر ګټلې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










