منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په خوست کې د ځغاستې سيالي ترسره شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

خوست ښار (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د سولې تر عنوان لاندې هغه سیالۍ چې څه موده وړاندې د څلورو ولسوالیو مقامونو له لوري جوړې شوې وې، نن د پای لوبې په ترسره کېدو سره پای ته ورسېدې .

د سولې تر عنوان لاندې يادې شوې سیالۍ د خوست ولایت د ګوربزو، تڼیو، باک، تیریزیو او علیشېرو ولسوالیو د ځغاستې څلورو لوبډلو ترمنځ د اولمپیک امريت په چوکاټ کې جوړې شوې وې، چې لسګونه تنه لوبغاړو په کې برخه اخيستې وه.

يادو لوبغاړو د پای پرمهال شاوخوا درې کیلومتره فاصله ووهله، چې په پايله کې یې عبدالوالي د ګوربزو لوبډلې څخه لومړى، مطیع الله او جهان الله د تڼیو لوبډلې څخه دوهم او درېم مقامونه خپل کړل.

دغو لوبغاړو له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال د حکومت په وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره یوځای شي او نور په هېواد کې روان جنګ ته د پای ټکى کېږدي.

يو تن لوبغاړی يې په اړه وايي: ((هغه کسان چې حکومت سره په جنګ کې ښکېل دي، له هغوی مې غوښتنه دا ده، چې له جګړې څخه لاس واخلي، را دې شي، خپل وطن ته او سوله دې غوره کړي)).

د تڼيو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ پژواک اژانس ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، له دې سياليو څخه يې موخه په جنګ کې ښکېلو خواوو ته د سولې پيغام رسول دي.

ده زياته کړه: ((په دغو سياليو کې د سولې پيغام نغښتی و، هغه مخالف وروڼه چې له هېواد نه د باندې او که په داخل کې دي، هغوی ته دا پيغام ورکوو، چې دا هېواد ستاسو دی او دا خلک ستاسو وروڼه دي، نو راشئ، د سولې له پروسې سره يو ځای شئ)).

د مراسمو په وروستيو کې لومړي مقام ګټونکي ته يو بايسکل، دوهم او درېم مقامونو ته مډالونه ورکړل شول.

همدارز د ولسوالۍ مقام او خوست د اولمپیک امر عزيز ملنګ له لوري د پژواک د خبريال په ګډون هغو خبريالانو ته چې د اطلاع رسونې په برخه کې یې ښه خدمات ترسره کړي دي، ستاينلکونه هم ورکړل شول.

د يوه بل خبر له مخې، نن د چاپېریال ساتنې نړيواله ورځ په خوست کې د (خوشحال فکري بهیر) او د خوست ښاروالۍ له لوري ونمانځل شوه.

 

د نمانځنې په دغه غونډه کې ځوانانو، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې پر غړو سربېره د دولتي ادارو مسوولینو او استازو برخه اخیستې وه.

 

غونډه کې لومړى د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې د ارزښت په اړه معلومات وړاندې شول او د چاپېريال ساتنې په ارزښت ټینګار وشو.

 

له غونډې څخه وروسته د خوست د عامې روغتيا رياست څخه تر الفتحې لېسې پورې عامه سړک په ډله يیز ډول جارو او پاک شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې