منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۳ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سرپل کې د نفتو استخراج کوونکي چينايي شرکت په کړو ژمنو عمل نه دى کړى

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

سرپل (پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٥): د سرپل ولايت اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې د امو دريا نفتو استخراج کوونکي  شرکت نه يواځې د يو شمېر پروژو د جوړولو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دى کړى، بلکې پر دې سربېره يې يو شمېر ستونزې هم رامنځته کړې دي.

د امو دريا نفتي حوزې د تېلو د استخراج او کشفولو قرارداد د ١٣٩٠ لمريز کال په مرغومي مياشت کې د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو ملي شرکت (CNPCI) تر منځ لاسليک شوى دى.

د لومړي ځل لپاره د يادې حوزې د نفتي توکو عملي استخراج، په سرپل کې د ١٣٩١ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې پيل شو، خو د ١٣٩٤ لمريز کال په لومړيو کې د نامعلومو دليلونو له امله وځنډول شو او د روان کال په غويي مياشت کې يې چارې يو ځل بيا پيل شوې دي.

د دغه ولايت چارواکي او يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې ياد چينايي شرکت د نفتي توکو خونې د پاکولو، له سرپل څخه د ٩٠ سلنه کارکوونکو استخدام، د چاپېريال له ککړتيا څخه د مخنيوي په موخه د ګامونو پورته کولو، له نفتي څاه ګانو د سرپل ښار تر دويمې ناحيې پورې د حلقوي سړک پخولواو د جوزجان تر مرکز شبرغان-سرپل پورې د سړک جوړولو په برخه کې په خپلو کړو ژمنو عمل نه  دى کړى.

د سرپل ښار د امام خرد کلي اوسېدونکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل  چې ياد چينايي شرکت تر اوسه پورې نه يواځې چې په خپلې کومې ژمنې عمل نه دى کړى؛ بلکې خلکو ته يې يو څه ستونزې هم رامنځته کړې دي.

د هغه په وينا، د دغه شرکت ټانکرونه چې له سرپل څخه د بلخ حيرتانو بندر ته تېل لېږدوي، هم د سرپل ښار له پاخه سړک او هم کله ناکله د امام خرد کلي له واټ څخه تګ راتګ کوي.

هغه وويل، چې د سرپل ښار له پاخه سړک څخه د ټانکرونو تګ راتګ د سړک د ويجاړېدو او دغه راز د ګردونو او بېلابېلو ناروغيو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

د عبدالله په وينا، ياد شرکت کومه ژمنه چې کړې وه د سړک د پخولو تر مودې پورې به له دغه خام سړک څخه ګټه اخيستلى شي، چې بايد هره ورځ  پرې اوبه هم واچوي خو دا کار نه کوي.

د سرپل ښار د رحمت اباد (هغه ځاى چې پوخ شوى سړک ترې تيريږي او اوسمهال چينايي شرکت نفتي توکي هم له ياد سړک لېږدوي) يوه اوسېدونکي حفيظ الله شکايت وکړ، دا چې د نفتو ټانکرونه زيات وزن لري، د دغو سړکونو د نړېدو لامل کېږي.

دغه راز هغه زياته کړه: "موږ سره هره ورځ د خپلو بچيانو په اړه اندېښنه وي، ځکه سړکونه ډېر تنګ دي، د ترافيکي پېښو د رامنځته کېد احتمال شته، ځکه موږ يې په تېرو وختونو کې شاهدان و."

د سرپل د ولايتي شورا غړي محمد نور رحماني د سرپل ښار د خبرو په منلو سره وويل، چې د ولايتي شورا غړو خپلې اندېښنې د قراردادي شرکت له چارواکو سره شريکې کړې او د شرکت استازو ژمنه کړې، چې د خپلو ژمنو د ترسره کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د هغه په وينا، هڅه يې وکړه چې د چينايي شرکت او د هېواد د کانونو وزارت تر منځ لاسليک شوي قرارداد متن ترلاسه کړي، څو خلک يې د څرنګوالي په اړه معلومات ولري، خو تر اوسه پورې په دې کار نه دى بريالى شوى.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت هم له يادو ژمنو يادونه وکړه او ويې ويل، چې ياد شرکت په خپلو ژمنو عمل نه دى کړى او پر دې سربېره د دغه شرکت د تېلو د لېږد شرکت موټر يو شمېر سيمو کې د اوبو رسولو شبکو ته زيانونه اړولي دي.

هغه زياته کړه، قراردادي شرکت له دې امله چې په خپل قرارداد کې يې زيان کړى؛ د يوې مودې لپاره بښنه غوښتې، خو ويلي يې دي چې خپلې ژمنې به عملي کړي.

خو والي وويل چې د ښار داخل سړکونه د نفتي ټانکرونو مقاومت نه لري او له هغه څخه د مخنيوي په موخه به له قانون سره برابر چلند وشي.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې د ياد شرکت د نفتي توکو ټانکرونه هغه مهال له اوسني خامه سړک تګ راتګ کولى شي، چې لومړي سړک باندې اوبه واچوي او په دويم پړاو کې ياد سړک پوخ کړي.

سرپل کې د امو دريا نفتي حوزې سايټ منېجر انجنير عبدالواسع حميد ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به هيڅ ټانکر ته اجازه ورنه کړل شي چې د ښار له واټ څخه تګ راتګ وکړي.

نوموړي وويل، چې موټر چلوونکي په خپلسري ډول نفتي توکي د ښار له لارې لېږدوي، خو له دې وروسته که چېرې په داسې کوم کار لاس پورې کړي نو ټانکرونه به يې ودرول شي.

خو نوموړي د خامه سړک د اوبو پاشلو په اړه وويل، يوه ټانکر ته دنده ورکړل شوې او هره ورځ پر ياد سړک باندې اوبه شيندي.

د امو دريا د يوه لېږدونکي ټانکر موټر چلوونکي وويل، چې د تېلو ټانکرونه د امنيتي سرتېرو په اجازه د ښار له داخل څخه تګ راتګ کوي، ځکه بل شته سړک خام دى او له ياد خام سړک څخه تېرېدل د خلکو د ځورېدو لامل کېږي.

پژواک هڅه وکړه څو په دې اړه د سرپل د امنيتي چارواکو نظر هم واخلي، خو د سرپل د امنيه قوماندانۍ سرپرست او د امنيت امر عنايت الله وويل، د هغه کتبي لارښوونې له مخې چې دوى ترلاسه کړې، پوليس د کورنيو چارو وزارت له وياند پرته له رسنيو سره د خبرو کولو حق نه لري.

د يادولو ده، چې د امو دريا نفتي حوزه چې په سرپل ولايت او يوه برخه يې هم په فارياب کې شتون لري، د اټکلونو له مخې؛ ٨٧ ميليون بوشکې نفت لري او د افغانستان له سترو نفتي حوزو شمېرل کېږي.

چارواکو د يادې نفتي حوزې د نفتو د استخراج پر مهال ويلي و، چې د دغې پروژې په بېلابېلو برخو کې په ٤٥٠٠ تنه په دندو وګومارل شي.

انجنير عبدالواسع حميد وويل، چې په لومړيو کې د يادې پروژې په بېلابېلو برخو کې ١٠٢٢ کسان په دندو وګومارل شول، خو اوسمهال په ياده پروژه کې ٣٧ کسان کار کوي چې ١١ کسان يې د سرپل اوسېدونکي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د کارکوونکو د کمښت، د شرکت د ژمنو او نورو مسايلو په اړه بايد د کانونو چارو له وزارت سره خبرې اترې وشي.

پژواک سرپل کې د کانونو له يوه چارواکي سره اړيکه ونيوله، خو نوموړي په دې اړه د نظر له څرګندولو ډډه وکړه. دغه راز پژواک له خپلو دوه ورځو هلو ځلو سره بيا هم په دې ونه توانېد، څو په دې اړه يې نظر  ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد