منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هلمند کې یوه خصوصي مرکز د لسګونو روږدو درملنه پیل کړې

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۵): په هلمند ولايت کې په شخصي لګښت پر نشه يي توکو د لسګونو روږدو درملنه پيل شوې ده.

پر نشه يې توکو د اخته کسانو دغه مرکز د لښکرګاه ښار د ساپيانو په سيمه کې د حاجي ولي بارکزي په نوم يو تن جوړ کړى دى.

د دغه مرکز مسوول عبدالرحيم چې لس کاله پر نشه يې توکو اخته و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه مرکز کې د ١٤٠ کسانو درملنه روانه ده.

هغه وويل: ((د دغه مرکز لګښت حاجي ولي بارکزى ورکوى، بارکزي خپله هم لس کاله هيروئين څکلي دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، بارکزي له ښار څخه ٢٥٠ تنه پر نشه يې توکو اخته کسان را ټول کړي وو، چې يو شمېر تر درملنې وروسته رخصت شول او ١٤٠ تنه يې اوس پاتي دي.

عبدالرحيم وايي چې پر نشه يې توکو د اخته کسانو درملنه د يوې اتحاديې په توګه پيل شوې ده.

هغه وويل: ((دغه ډول مرکزونه په فراه او هرات ولايتونو کې هم شته د هغه لګښت يو بل سوداګر ضيا فيضي ورکوي چې هغه خپله هم معتاد و.))

عبدالرحيم زياتوي: ((موږ  دغه کسانو ته  درمل نه ورکوو، یواځې  د نشه يې توکو د اضرارو  کتابونه  ورته لولو،  د خمار کیدو پرمهال يې یوه لوی د سړو اوبو حوض ته کښته کوو، بس په همدي ډول سره مو چارې پرمخ  ځي او نتيجه يې هم ورکړې ده.))

د ده په وينا، د دغه مرکز ټوله سرپرستي هغه کسان کوي چې پخوا پر نشه يې توکو اخته وو.

ده وويل: ((د دغو کسانو په کوم درد چې موږ پوهېږو، نه ډاکتر پوهېږي او نه هم بل څوک او موږ يې ښه درملنه کولاى شو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه مرکز کې پر نشه يې توکيو اخته کسانو ته مکلف خواړه، د ويده کېدو ځاى او نور اړينې اسانتياوى برابرې شوې دي.

د ده په خبره، کوم کسان چې له دغه مرکزه رخصت شوي بيا يې نشه يې توکو ته مخه نه ده کړې.

په مرکز کې د ننګيالي په نوم يو تن پژواک ته وويل: ((زه ١٢ کاله کېږي پر نشه يې توکو اخته يم، ١٣ ځلې مې د درملنې هڅه وکړه خو هېڅ جوړ نه شوم خو دا ځل ډېر ښه احساس لرم او پوهېږم چې جوړېږم.))

ده پر نورو ځوانانو غږ وکړ چې په هېڅ ډول حالاتو کې نشه يې توکو ته مخه نه کړي؛ ځکه دا کار ډول ډول بدبختۍ لري.

په دغه مرکز د پيرمحمد په نوم يو بل تن چې پخوا د پوليسو په ليکو کې د کندهار- لښکرګاه د لويې لارې ساتونکی و، وويل چې شپږ کاله وړاندې پر نشه يې توکو اخته شوى دى او په  دى موده کې یې ډېر بد بد کارونه کړي دي.

هغه زياته کړه: ((کله چې پر نشه يې توکو اخته شوم، نو ډېرې غلاګانې مې وکړې، په ناپاکو ځايونو او پارکونو مې شپې تېرې کړې خو اوس په دې مرکز کې د ښه کېدو خوا ته روان یم.))

ده پر حکومت غږ وکړ چې له دغه شان مرکزونو سره مرستې وکړي تر څو پر نشه يې توکو د اخته کسانو شمېر را کم شي.

په دې اړه په هلمند کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس سيد احمد ورور پژواک ته وويل چې دوه مياشتې وړاندې دغه مرکز فعاليت پيل کړى دى.

ده وويل: ((دا چې دا مرکز څومره معيارى دى او کنه؟ خو له کومې ورځې چې دغه مرکز فعاليت پيل کړی په ښار کې پر نشه يې توکو اخته کسان نه ليدل کېږي.))

د هغه په وينا، تر اوسه د حکومت له لوري له دغه مرکز کومه مرسته هم نه ده شوې.

ورور وايي چې په لښکرګاه ښار پر نشه يې توکو د اخته کسانو څلور نور دولتي مرکزونه هم شته دي.

دا مهال په هلمند ولايت کې يو ٥٠ بستريز، يو ٢٠ بستريز او دوه نور کوچني دولتي روغتونونه هم پر نشه يې توکو د اخته کسانو د درملنې په برخه کې کار کوي.

د هلمند د چارواکو د معلوماتو له مخې چې په دغه ولايت کې شاوخوا سل زره کسان پر نشه يې توکو اخته دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا