کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): ولسمشر غني د هېواد رزمي ورزشکار احمد ولي هوتک ته د يوه فرمان له لارې د غازي میر مسجدي خان عالي دولتي مډال او نغدي مکافات ورکړل.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په دې وروستیو کې خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه او همدارنګه یې په ټولو سیالیو کې خپله اتلواله ښودلې ده.
سرچينه کاږي، په دې اړه په ارګ کې د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې ولسمشر غني، احمد ولي هوتک د ورزش په برخه کې د ځان او د افغانستان د خلکو استازی وباله.
هغه هیله څرګنده کړې، چې د احمدولي هوتک هلې ځلې، بریاوې او لاسته راوړنې به افغان ځوانانو ته د پرمختګ او هڅونې لپاره یو ښه لارښود وي.
ولسمشر د چارو ادارې عمومي ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د هېواد لوبغاړو سره په ګډه مشوره د دوی ستونزې تشخیص کړي او د حل لپاره یې مناسبې لارې ولټوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










